پېژندګلو

درېم يوحنا ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د يوحنا دريم خط هم د يوحنا دوېم خط پوره کوى او د مېلمستيا په حقله نصيحت هم هغه کړې ده چې په دې خط کښې يو کس ته شابسے ورکړے شوے دے چې ګايوس نوميږى چا چې د رسولانو د تعليم په مطابق ژوند تېر کړے دے او په خپل کور کښې يې د دعوت تبليغ کسانو ته هرکلے وئيلے وو. او هم په دې کِتاب کښې د ديوتروفيس د اصلاح ذکر شوے دے څوک چې د جماعت خودغرضه مشر وو او نۀ يواځې دا چې هغۀ د ايماندارانو خدمت نۀ کولو بلکې د خُدائ د خلقو او اُستاذانو مخالفت يې هم کولو او د هغه کسانو غېبت يې کولو او په هغوئ يې زور راوړلو څوک چې د هغۀ د خيالاتو سره متفِق نۀ وو. په دې کِتاب کښې د دې وضاحت هم کيږى چې غرور به ايمانداران په خپلو کښې تقسيم کړى، کۀ چرې ايمانداران د کِتابِ مقدس په مطابق نۀ اوسيږى. نو چې د دروغو د تعليم د دوه چندې خطرې او په جماعت کښې د خپل مينځ د بې‌اتفاقۍ نه ځان وساتو نو ضرور ده چې ايمانداران دې د نيکۍ، مينې او عقل نه کار واخلى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۱۱ آيت ”زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.“