تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - درويشتم باب

د حضرت داؤد آخرى خبرې

۱د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې: ۲”د مالِک خُدائ روح زما په ذريعه خبرې کوى، د هغۀ پېغام زما په ژبه دے. ۳د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى، ۴هغه داسې دے لکه چې بې‌وريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“ ۵نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بې‌شکه خُدائ پاک به داسې وکړى. ۶خو بد کاره خلق د غورزولے شوو ازغو په شان وى، چې هيڅ څوک يې هم په خالى لاسونو سره نۀ شى راخستلے. ۷تۀ به د دې دپاره د اوسپنې آوزار يا د نېزې نه کار اخلې، هغوئ به بېخى وسوزولے شى.“

د حضرت داؤد مشهور فوجيان

۸د داؤد د مشهورو فوجيانو نومونه دا دى: وړومبے د تحُکمون يوشيب بيشبت وو، کوم چې د درېو مشر وو، هغۀ د خپلې نېزې سره د اتو سوو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ ټول يې په يو جنګ کښې ووژل. ۹د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلى‌عزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل، ۱۰خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلى‌عزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې. ۱۱د هغه درېو مشهورو نه يو د حرار د اجى زوئ سمه وو. فلستيان لحى کښې راغونډ شوى وُو چرته چې د دالو يو پټے وو. اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، ۱۲خو سمه په پټى کښې ټينګ شو، د دې حِفاظت يې وکړو او فلستيان يې ووژل. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. ۱۳لَو شروع کېدو ته په نزدې وخت کښې د هغه دېرشو کسانو نه درې د عدولام غار ته لاړل، چرته چې داؤد وو، په دې وخت کښې د فلستيانو فوج د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې. ۱۴په دې وخت کښې داؤد په يو محفوظ ځائ کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيت‌لحم قبضه کړے وو. ۱۵داؤد ډېر زيات تږے وو او وې فرمائيل، ”زما ډېر ارمان دے چې څوک د بيت‌لحم د دروازې سره کوهى نه ما له څښلو له لږې اوبۀ راوړى.“ ۱۶هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې. ۱۷او وې فرمائيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ دا هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به داسې وى لکه چې زۀ د دې سړو وينې څښم چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو مشهورو فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې. ۱۸د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو. ۱۹نو هغه د هغه درېو نه زيات عزتمند شو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کسانو کښې شمېر نۀ وو. ۲۰د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو. ۲۱هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو غټ سړے چې نېزه ورسره وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په دې باندې يې ووژلو. ۲۲دا د هغه بناياه کارنامې دى چې د هغه درېو تکړه فوجيانو په شان مشهور شو. ۲۳هغه په ټولو کښې ښۀ تکړه وو، خو هغه په هغه درېو کښې نۀ شو شمېرلے. داؤد هغه د خپلو محافظانو مشر مقرر کړو. ۲۴‏-۳۹په هغه دېرشو کښې نور دا کسان شامل وُو، د يوآب ورور عساهيل، د بيت‌لحم د دودو زوئ اِلحنان، د حرود اِلقه او سمه، د فِلِط نه خلص، د تقوع نه د عقيس زوئ عيرا، د عنتوت نه ابيعزر، د حوسى نه مبونے، د اخوحى نه ضلمون، د نطوفى نه مهرى، د نطوفى د بعنه زوئ حلب، په بنيامين کښې د جبعه ريبى زوئ اِتے، د فِرعاتون نه بناياه، د جعس د واديانو سره نزدې نه هدى، د عرباه نه ابى‌علبون، د بحوريم نه عزماوت، د سعلبون نه اليخبه، د يسين زامن، يونتن، د حرار نه سمه، د حرار نه د سرار زوئ اخى‌آم، د معکه د احسبى زوئ اليفلط، د جلو نه د اخى‌تُفل زوئ الى‌عام، د کرمل نه حصرو، د عرب نه فعرى، د ضوباه د ناتن زوئ اِجال، د جاد نه بانى، د عمون نه صِلق، د يوآب زغره وړونکے د بيروت نحرى، د اِترى نه جريب او عيرا، او اورِياه حِتے. دا ټول هغه اووۀ دېرش مشهور فوجيان وُو.