پېژندګلو

دوېم تاريخ ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د تواريخ په دوېم کِتاب کښې د خلقو خُدائ پاک ته واپس راتلل او بحال کېدل بيانيږى او په آخر کښې د ګناه موضوع شکست خورى. په دې کِتاب کښې مونږ په واضحه توګه ګورو چې خُدائ پاک مينه ناک او معاف کوونکے دے، او همېشه خپلو هغه بچو ته هرکلے وائى څوک چې توبه وباسى او هغۀ ته واپس راځى. د تواريخ دوېم کِتاب د يهوداه تاريخ نور هم تفصيل سره بيانوى. او دا د هغه وخت نه څۀ وخت پس ليکلے شوے دے د حضرت عيسىٰ مسيح نه پينځۀ سوه اتۀ دېرش کاله وړاندې کله چې اِسرائيليان د بابل د جلاوطنۍ نه را واپس کېدل. تاريخ ليکونکے د جلاوطنه خلقو د واپس راتلو ډاډګيرنه کوى او د حضرت سليمان عليه السلام د بادشاهۍ لوئى دوباره رايادوى. د کِتاب په زياته حِصه کښې د يهوداه په ګناه کښې د پرېوتلو او د هغې له وجې جلاوطن کېدلو ذکر دے. په يهوداه کښې ډېر خُدائ پرست بادشاهان وُو. خصوصاً د يهوداه بادشاه حزقياه او يوسياه، بيا هم د ګناه په دلدل کښې ډوب شو. خو خُدائ پاک بيا هم خپلو غوره کړے شوو خلقو سره وفادار پاتې شو، او څنګه چې دا کِتاب سر ته رسېږى نو په دې کښې د څو کلونو وقفه راځى او د خورس بادشاه د هغه سند په حقله خبرې کوى چې په کښې يهوديان د جلاوطنۍ نه لوظ کړے شوى وطن ته واپس راغلل. ستاسو د حفظ کولو دپاره ۷‏:_۱۴ آيت ”نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم.“