تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - پينځۀ دېرشم باب

د يوسياه د فسحې اختر کول

۱يوسياه بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړو، د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د اختر دپاره ګډُورى حلال کړل. ۲هغۀ اِمامانو ته هغه ذمه وارۍ حواله کړې کومې چې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې کولې او د هغوئ حوصله افزائى يې وکړه چې دا په ښۀ طريقه کوى. ۳هغۀ د بنى اِسرائيلو اُستاذانو يعنې هغه ليويانو ته هم دا اصُول وښودل، چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو، ”د لوظ صندوق د مالِک خُدائ په هغه کور کښې کېږدئ کوم چې د داؤد زوئ سليمان بادشاه جوړ کړے دے. تاسو به نور دا يو ځائ نه بل ځائ ته نۀ وړۍ، خو تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک او د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو خِدمت کوئ. ۴د ډلو په مطابق او د هغه ذمه وارو په مطابق په خپلو ځايونو باندې تيار ودرېږئ، کومې چې درته داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان بادشاه حواله کړى دى، ۵او خپلو ځانونو له داسې ترتيب ورکړئ چې تاسو موجود يئ نو چې د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مدد وکړئ. ۶تاسو به د فسحې د اختر ګډُورى او چېلى حلال کړئ. اوس خپل ځانونه پاک کړئ او د دې دپاره قربانۍ تيارې کړئ چې ستاسو بنى اِسرائيليان هغه اصُول ومنى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ښودلى دى.“ ۷د فسحې د اختر دپاره يوسياه بادشاه خلقو له د خپلو څاروو او رَمو نه دېرش زره ګډان، ګډُورى او د چېلو بچى او درې زره غوَيى ورکړل. ۸د هغۀ آفسرانو په خپله خوښه خلقو، اِمامانو او د ليويانو د استعمال دپاره هم ځناور ورکړل. او د مالِک خُدائ د کور مشرانو آفسرانو، مشر اِمام خِلقياه، زکرياه او يحى‌ايل اِمامانو له دوه زره او شپږ سوه ګډُورى او د چېلو بچى او درې سوه غوَيى ورکړل چې په اختر کښې قربانى شى. ۹د ليويانو مشرانو، کنعنياه، او د هغۀ وروڼه سمعياه او نتنى‌ايل، او ورسره حسبياه، يعى‌ايل او يوزبد پينځۀ زره ګډُورى او د چېلو بچى او پينځۀ سوه غوَيى ليويانو له ورکړل چې د فسحې په اختر کښې يې قربانى کړى. ۱۰کله چې د فسحې اختر دپاره هر څۀ تيار شول، نو اِمامان او ليويان د بادشاه د حُکم په مطابق په خپلو ځايونو ودرېدل. ۱۱کله چې ګډُورى او چېلى حلال کړے شول، نو اِمامانو په قربان‌ګاه باندې وينه وشيندله او ليويانو د هغې نه څرمنې وويستلې. ۱۲بيا هغوئ څاروى د سوزېدونکې نذرانې دپاره د کورَنو د ډلو په مطابق په خلقو باندې تقسيم کړل، نو هغوئ دا د موسىٰ د شريعت د اصُولو په مطابق پېش کړل. ۱۳ليويانو د اصُولو په مطابق د فسحې اختر قربانۍ په اور وريتې کړې او مقدسې نذرانې يې په لوښو کښې، دېګونو او پَتيلو کښې ويشولې او غوښه يې زر زر په خلقو باندې تقسيم کړه. ۱۴د دې کېدو نه پس، ليويانو د خپل ځان دپاره او د هارون د اولاد اِمامانو دپاره د غوښې بندوبست وکړو، ځکه چې اِمامان د سحر نه واخله تر ماښام پورې مصروف وُو او د قربانو وازګه او هغه څاروى يې سوزول چې په پوره توګه سوزولے شول. ۱۵د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو. ۱۶څنګه چې يوسياه بادشاه حُکم کړے وو نو په هغه ورځ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره او د فسحې اختر کولو دپاره او په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سوزولو دپاره هر څۀ شوى وُو. ۱۷کوم بنى اِسرائيليان چې موجود وُو نو هغه ټولو اووۀ ورځې د فسحې اختر او د پتيرې روټۍ اختر وکړو. ۱۸د سموئيل پېغمبر د وخت نه د فسحې اختر دغه شان نۀ وو شوے. په پخوانو بادشاهانو کښې يو کس کله هم د فسحې داسې اختر نۀ وو کړے، چې کوم يوسياه بادشاه، اِمامانو، ليويانو او د يهوداه، اِسرائيل او د يروشلم خلقو وکړو. ۱۹د يوسياه د بادشاهۍ په اتلسم کال داسې وشول.

د يوسياه د بادشاهۍ ختمېدل

۲۰کله چې يوسياه بادشاه د مالِک خُدائ کور دپاره دا هر څۀ وکړل، نو د مِصر بادشاه نِکوه يو لښکر روان کړو چې د فرات په سيند په کرکميس کښې جنګ وکړى. او يوسياه د هغۀ خِلاف د جنګ کولو دپاره راووتلو، ۲۱خو نِکوه يوسياه له دا پېغام ولېږلو، ”د يهوداه بادشاه دا جنګ چې زۀ کوم د دې تعلق تا سره نشته. زۀ تا سره جنګ کولو دپاره نۀ يم راغلے، زۀ د خپلو دشمنانو سره د جنګ کولو دپاره راغلے يم او خُدائ پاک راته فرمائيلى دى چې تېز لاړ شه. خُدائ پاک زما مل دے، نو زما مخالفت مۀ کوه، ګنې هغه به تا تباه کړى.“ ۲۲خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو. ۲۳د جنګ په دوران کښې يوسياه بادشاه د مِصريانو په غشو باندې ولګېدو. هغۀ خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو، ”ما د دې ځائ نه بوځئ، زۀ سخت زخمى شوے يم.“ ۲۴هغوئ هغه د خپل جنګى ګاډۍ نه اوچت کړو او چې هلته د هغۀ کومه دوېمه جنګى ګاډۍ وه په هغې کښې يې واچولو او يروشلم ته يې يوړو. هلته هغه مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو د هغۀ په مرګ باندې د غم ژړا وکړه. ۲۵يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده. ۲۶يوسياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، مالِک خُدائ ته د هغۀ وقف کېدل، د هغۀ د شريعت تابعدارى، ۲۷او د اول نه واخله تر آخره پورې د هغۀ تاريخ دا هر څۀ د اِسرائيل او يهوداه په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.