تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - اتۀويشتم باب

د يهوداه بادشاه احاز

۱احاز د شلو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او په ځائ د هغې يې هغه کار کولو چې په څۀ مالِک خُدائ ناراضه کېدو. ۲او د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې روان وو. هغۀ د بعل د اوسپنې بُتان جوړ کړى وُو، ۳د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو. ۴په علاقائى عبادتخانو کښې، په غرونو، او د سورى د هرې ونې لاندې به احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبويۍ يې سوزولې.

شام او اِسرائيل يهوداه له شکست ورکول

۵‏-۶احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو. ۷يو اِسرائيلى فوجى چې نوم يې زِکرى وو هغۀ د احاز بادشاه زوئ معسياه، د محل مشر عزريقام او القنه ووژل. القنه په بادشاه پسې دوېم سړے وو. ۸اګر چې د يهوداه خلق د هغوئ خپل رشته‌دار هم وُو، خو د اِسرائيل لښکر دوه لاکه ښځې او ماشومان قېديان کړل او د ډېر زيات مالِ غنيمت سره يې سامريه ته بوتلل.

عوبيد پېغمبر

۹د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بې‌رحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے. ۱۰او اوس ستاسو اراده دا ده چې د يروشلم او يهوداه سړى او ښځې خپل غلامان او وينځې جوړې کړئ. ولې تاسو ته پته نشته څۀ چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناهونه هم کړې دى؟ ۱۱زما دا خبره واورئ. دا قېديان ستاسو وروڼه او خوېندې دى. هغوئ پرېږدئ چې لاړ شى، ګنې مالِک خُدائ به په غصه کښې تاسو له سزا درکړى.“ ۱۲د اِفرائيم د قبيلې څلورو مشرانو سړو، د يهوحنان زوئ عزرياه، د مسلموت زوئ برکياه، د سلوم زوئ يحزقياه او د خدلى زوئ عماسا هم د فوجى کاروائۍ مخالفت وکړو. ۱۳هغوئ ووئيل، ”دا قېديان دلته مۀ راولئ. مونږ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه کړې ده او هغه مو دومره غصه کړے دے چې مونږ له به سزا راکړى. اوس تۀ داسې نور هم څۀ کول غواړې چې په هغې باندې زمونږ جرم زيات شى.“ ۱۴نو بيا فوجيانو قېديان او مالِ غنيمت هغه خلقو او د هغوئ مشرانو ته حواله کړو، ۱۵او هغه څلور سړى د دې دپاره مقرر کړے شول چې قېديانو له د هغه نيولے شوى مالِ غنيمت نه جامې ورکړى. هغوئ ورله د اغوستلو دپاره څپلۍ او جامې ورکړې، د خوراک څښاک ښۀ ډېر څيزونه يې ورکړل او د هغوئ په زخمونو يې د زيتُونو تېل واچول. هغه کسان چې کوم ډېر کمزورى وُو او تلے نۀ شو نو هغوئ يې په خرونو کښېنول او ټول قېديان په يريحو کښې د يهوداه علاقې ته بوتلے شول، کوم چې د کجورو د ونو ښار دے. بيا د اِسرائيل خلق خپل کور سامريه ته راواپس شول.

د احاز د اسوريانو نه مدد غوښتل

۱۶‏-۱۷ادوميانو په يهوداه باندې بيا حملې شروع کړې او ډېر قېديان يې ونيول، نو په دې وجه احاز بادشاه د اسور بادشاه تغلت فلاسر نه مدد وغوښتو. ۱۸په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيت‌شمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول. ۱۹احاز بادشاه خپل خلق د بدعملۍ په لار روان کړى وُو او د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې وه نو په دې وجه مالِک خُدائ په يهوداه باندې افتونه راوستل. ۲۰د اسور بادشاه د احاز د مدد په ځائ د هغۀ مخالفت وکړو او هغه يې د تکليف سره مخ کړو. ۲۱نو احاز د مالِک خُدائ د کور، محل او د خلقو د مشرانو د کورونو نه يې سرۀ زر واخستل او د اسور بادشاه له يې ورکړل، خو په دې هم کار ونۀ شو.

د احاز ګناهونه

۲۲کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه. ۲۳هغۀ د دمشق معبودانو ته قربانۍ پېش کړې، چا چې هغۀ له شکست ورکړے وو. هغۀ ووئيل، ”د شام معبودانو د خپلو بادشاهانو مدد وکړو، نو کۀ زۀ هغوئ ته قربانۍ پېش کړم، نو کېدے شى چې زما هم مدد وکړى.“ نو په دې وجه په هغۀ او د هغۀ په قوم باندې تباهى راغله. ۲۴د دې نه علاوه، هغۀ د خُدائ پاک د کور ټول سامان هم واخستلو او ټوټې ټوټې يې کړو. هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې بندې کړې او د يروشلم په هر ځائ کښې يې قربان‌ګاه جوړې کړې. ۲۵هغۀ د يهوداه په هر يو ښار کښې علاقائى عبادتخانې جوړې کړې، چرته چې به پردو خُدايانو ته خوشبويۍ سوزولے شوې. نو په دې وجه هغۀ مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک په قهر کړو. ۲۶د شروع نه واخله تر آخره پورې د هغۀ د بادشاهۍ ټولې واقعې د يهوداه او د اِسرائيل په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۷احاز بادشاه مړ شو او په يروشلم کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.