تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - اوويشتم باب

د حضرت داؤد په فلستيانو کښې پناه اخستل

۱خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“ ۲نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل. ۳داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابى‌جيل چې د کرمل وه. ۴کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل. ۵داؤد اکيس ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما سره ښېګړه کول غواړې نو ما له اجازت راکړه چې په يو وړوکى ښار کښې اوسېږم. صاحِبه، زما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې زۀ تا سره په شاهى ښار کښې اوسېږم.“ ۶نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے. ۷داؤد په فلستى مُلک کښې شپاړس مياشتې اوسېدو. ۸په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې. ۹ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو. ۱۰اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل. ۱۱داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول. ۱۲خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“