تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - دولسم باب

د سموئيل خلقو ته تقرير کول

۱بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى، ۲او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپين‌ږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم. ۳زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“ ۴خلقو جواب ورکړو، ”نه، تا مونږ له نۀ دوکه راکړې ده او نۀ دې په مونږ ظلم کړے دے، تا د هيچا نه هيڅ هم نۀ دى اخستى.“ ۵سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ او هغۀ چې کوم بادشاه خوښ کړے دے نن د دې خبرې ګواهان دى چې زۀ بېخى بې‌ګناه يم.“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”آو، مالِک خُدائ ګواه دے.“ ۶سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ هغه څوک دے چا چې موسىٰ او هارون خوښ کړل او ستاسو پلار نيکۀ يې د مِصر نه راوويستل. ۷اوس چې چرته يئ نو هم هلته ودرېږئ او زۀ به د مالِک خُدائ په مخکښې تاسو ودروم چې هغه ټول لوئ لوئ کارونه در په ياد کړم چې مالِک خُدائ ستاسو او ستاسو د پلار نيکۀ د بچ کولو دپاره کړى دى. ۸کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل. ۹خو خلقو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هېر کړو، نو هغۀ هغوئ سِسيرا ته حواله کړل څوک چې د حصور د ښار د لښکر مشر وو او فلستيانو او د موآب بادشاه ته يې حواله کړل، چې هغوئ ستاسو د پلار نيکۀ خِلاف وجنګيږى او شکست ورکړى. ۱۰بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو. ۱۱مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو. ۱۲خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى. ۱۳نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو. ۱۴کۀ تاسو د مالِک خُدائ نه يرېږئ، د هغۀ خِدمت او تابعدارى کوئ او د هغۀ د حُکم نه سرکشى مۀ کوئ او کۀ تاسو او هغه بادشاه چې په تاسو بادشاهى کوى د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى. ۱۵خو کۀ تاسو مالِک خُدائ ته غوږ نۀ نيسئ او د هغۀ د حُکمونو نافرمانى کوئ، نو هغه به ستاسو او ستاسو د بادشاه خِلاف شى. ۱۶نو بيا دلته ودرېږئ او تاسو به په خپلو سترګو هغه لوئ لوئ کارونه ووينئ چې مالِک خُدائ يې کوى. ۱۷تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“ ۱۸نو سموئيل سوال وکړو او هم په هغه ورځ مالِک خُدائ تندر او باران راولېږلو. نو ټول خلق د مالِک خُدائ او سموئيل نه ويرېدل، ۱۹او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“ ۲۰سموئيل ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، اګر چې تاسو داسې بد عمل کړے هم دے خو د مالِک خُدائ نه مۀ اوړئ او د خپل ټول زړۀ سره د هغۀ خِدمت کوئ. ۲۱د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بې‌کاره دى. ۲۲مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى. ۲۳باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى. ۲۴د مالِک خُدائ نه يره په کار ده او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوئ. هغه لوئ لوئ کارونه راپه ياد کړئ چې هغۀ ستاسو دپاره کړى دى. ۲۵خو کۀ تاسو بيا هم خپله بدعملى کوئ نو تاسو او ستاسو بادشاه به تباه شئ.“