پېژندګلو

اول کورنتيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د کورنتوس ښار جماعت ته پولوس رسول دوه خطونه وليکل. هغه د يونانيانو ښار ته مخکښې هم تلے وو. د کورنتيانو اول خط پولوس رسول د اِفِسوس نه وليکلو. هغۀ په دې خط کښې ايماندارانو له په اتفاق سره د اوسېدلو تعليم ورکړو او ورته دا هدايت کوى چې د مالِک خُدائ په کار کښې بوخت اوسئ. د کورنتيانو جماعت د ځينو زورَورو او کبرژنو ايماندارانو په وجه بې‌اتفاقه شو او په خپلو کښې په مينځ دوه ځايه شو. پولوس رسول دوئ ته منت وکړو چې د خپلې سيالۍ نه توبه ګار شئ او د زيرى د ترقۍ دپاره په شريکه کار کوئ، او تاسو ته په کار دى چې د هغه خلقو ايمان مضبوط کړئ چې څوک په ايمان کښې کمزورى وى، او داسې ګواهى ورکړئ چې په بې‌ايمانانو ښۀ اثر وکړى. په دې کِتاب کښې پولوس رسول د ځينو مسئلو په حقله په عملى توګه هدايت ورکوى. په دې کِتاب کښې پولوس رسول په هغه موضوعاتو رڼا اچوى کومو چې په جماعت کښې بې‌اتفاقى راوستى وه، او د هغې په حقله يو څو عملى لارښودنې کوى چې هغه موضوعات دا دى، روحانى نعمتونه، وادۀ، د بُتانو نذرانه خوړل، او د بيا راژوندى کېدلو په حقله تعليم. د دې خط دوه مشهورې حصې دى، اوله حِصه ديارلسم باب کښې د مينې په حقله ده او بله په پينځلسم باب کښې د ايماندارانو د دوباره راژوندى کېدو په حقله ده. پولوس رسول دعوىٰ کوى چې د عيسىٰ مسيح د مړو نه راژوندى کېدل د دې خبرې تائيد دے چې په مقرر وخت به ايمانداران هم راژوندى کړے شى. د حفظ کولو دپاره ۱۳‏:_۴ آيت ”مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى.“