خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - اوؤم باب

د وادۀ په حق کښې مسئلې

۱اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى. ۲خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى. ۳خاوند دې د خپلې ښځې د کوروالى خيال ساتى او هم دغه شان دې ښځه د خپل خاوند خيال ساتى. ۴ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده. ۵تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى. ۶زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه. ۷زما دا خواهش دے چې هر څوک دې په دې مسئله کښې زما په شان ناوادۀ کړے وى خو د خُدائ پاک د طرف نه هر چا ته جدا جدا نعمت ورکړے شوے دے. ۸نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى. ۹خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى. ۱۰خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى. ۱۱خو کۀ هغه جدا شى نو هغه دې بل خاوند ونۀ کړى يا دې د خپل خاوند سره دوباره پخلا شى، او خاوند دې هم د خپلې ښځې نه، نۀ تښتى. ۱۲دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى. ۱۳او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى ۱۴ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى. ۱۵خو کۀ بې‌ايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ. ۱۶ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.

د مالِک نه مقرر شوے ژوندون

۱۷خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے. ۱۸کۀ چرې څوک سنت شوى رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه ناسنته نۀ ښکاره کوى، او کۀ چرې څوک ناسنته رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه نۀ سنتوى. ۱۹ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى. ۲۰تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ. ۲۱آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه. ۲۲ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے. ۲۳تاسو په بيعه اخستے شوى يئ، نو اوس د انسانانو غلامان مۀ جوړېږئ. ۲۴اے وروڼو او خوېندو، په کوم حالت کښې چې تاسو رابللے شوى وئ، هم په هغې کښې د خُدائ پاک سره قائم پاتې شئ.

پېغلې او کونډې

۲۵خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم. ۲۶زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ. ۲۷کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه. ۲۸خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم. ۲۹خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى، ۳۰او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى، ۳۱او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده. ۳۲زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بې‌غمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى. ۳۳خو وادۀ شوے سړے د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ کوى چې خپله ښځه به څنګه راضى کړى، ۳۴او هغه دوه زړيه شى. خو ناوادۀ شوې ښځه او پېغله د مالِک په فکر کښې اوسيږى چې د هغوئ بدن او روح دواړه پاک شى، خو وادۀ شوې ښځه د دُنياوى څيزونو په حقله فکر کوى چې څنګه به خپل خاوند راضى کړى. ۳۵زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بې‌غمه آخته اوسئ. ۳۶کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده. ۳۷خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بې‌وادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى. ۳۸نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى. ۳۹د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى. ۴۰خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.