تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - درويشتم باب

۱کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.

د ليويانو ذمه وارى

۲داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل. ۳هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا ټول شمېر اتۀ دېرش زره وو. ۴بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى، ۵څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو. ۶داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى. ۷د جيرسون دوه زامن وُو، لعدان او سِمعى. ۸د لعدان درې زامن وُو، مشر يحى‌ايل، ورپسې زيتان او يوايل، ۹چې هغوئ د هغه ډلو مشران وُو چې د لعدان اولاد وو. د سِمعى درې زامن وُو، سلوميت، حزى‌اېل او حاران. ۱۰‏-۱۱د سِمعى څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو، يحت، زينا، يعوس او بريعاه. د يعوس او بريعاه بچى ډېر نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ يوه ډله شمېرلے کېدل. ۱۲د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. ۱۳د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى. ۱۴خو د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ زامن په ليويانو کښې شامل وُو. ۱۵د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلى‌عزر. ۱۶د جيرسوم په زامنو کښې مشر سبو‌اېل وو. ۱۷د اِلى‌عزر صِرف يو زوئ رحبياه وو، خو د رحبياه بچى ډېر وُو. ۱۸د قُهات د دوېم زوئ اِضهار، زوئ سلوميت وو چې د قبيلې مشر وو. ۱۹د قُهات درېم زوئ حبرون څلور زامن وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل او يقمعام. ۲۰د قُهات د څلورم زوئ عُزى‌اېل دوه زامن ميکاه او يسياه وُو. ۲۱د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وو، ۲۲خو د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې او بې‌زامنو مړ شو. د هغۀ لوڼو د خپل ترۀ زامنو يعنې د قيس د زامنو سره ودونه وکړل. ۲۳د مرارى دوېم زوئ موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. ۲۴دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. ۲۵داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى. ۲۶نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“ ۲۷د داؤد د آخرى وصيت په بنياد کله چې ليويان د شلو کالو عُمر ته رسېدل نو د هغوئ ټولو نومونه د خِدمت دپاره ليکلے شول، ۲۸او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل، ۲۹خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول، ۳۰او هر سحر او هر ماښام د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل، د هغۀ ثناء صِفت کول او د هغۀ شُکر ادا کول، ۳۱او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو. ۳۲هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.