تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - لسم باب

د ساؤل مرګ

۱فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل. ۲خو فلستيان ساؤل او د هغۀ زامنو ته ورنزدې شول او د ساؤل درې زامن يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع يې ووژل. ۳د ساؤل نه ګېرچاپېره سخت جنګ وو او هغه په کښې د دشمن په غشو باندې ولګېدو او سخت زخمى شو. ۴نو هغه زلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسله وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنې هغه ناسنته کسان به راشى او زما بې‌عزتى به کوى.“ خو زلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساؤل خپله تُوره واخسته او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو. ۵کله چې هغه زلمى وليدل چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ هم خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او مړ شو. ۶نو ساؤل او د هغۀ درې واړه زامن په يو ځائ مړۀ شول او د هغۀ د اولاد هيچا هم بادشاهى ونۀ کړه. ۷چې د يزرعيل په وادۍ کښې چې کوم بنى اِسرائيليان وُو نو چې هغوئ خبر شول چې لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن مړۀ شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او منډه يې کړه. او بيا فلستيان راغلل او ښارونه يې قبضه کړل. ۸په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو. ۹هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى. ۱۰هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو. ۱۱کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى وُو، ۱۲نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله. ۱۳ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې. ۱۴په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.