تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - دوويشتم باب

د يهوداه بادشاه يوسياه

۱يوسياه د اتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يو دېرش کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور جديده وه، چې د بُصقت ښار د عداياه لور وه. ۲يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.

د تورات شريف موندلے کېدل

۳د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو، ۴”مشر اِمام خِلقياه له لاړ شه او د هغه پېسو پته ولګوه چې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په دروازه کښې خادمانو د خلقو نه راغونډې کړې دى. ۵‏-۶او هغۀ ته ووايه چې پېسې هغه سړو له ورکړى کوم چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران دى. هغوئ به ترکاڼانو، ټېکدارانو او ګِلکارانو له مزدورى ورکوى او چې په مرمت کښې څۀ لرګى او کاڼى استعماليږى نو هغه دې اخلى. ۷خو چې هغوئ له کومې پېسې ورکړے شوې وى نو د هغې حِساب کِتاب ورسره مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ د ايماندارۍ سره لېن دېن کوى.“ ۸سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو. ۹بيا هغه واپس بادشاه له لاړو او د دې نه يې خبر کړو، ”د مالِک خُدائ په کور کښې چې کومې پېسې جمع شوې وې هغه ستا خِدمت کوونکو اخستې دى او هغه سړو له يې ورکړې دى چې د مرمت مشران دى.“ ۱۰او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو. ۱۱کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، ۱۲او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو، ۱۳”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“ ۱۴نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه، ۱۵او هغې هغوئ ته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ ۱۶او د مالِک خُدائ دا پېغام هغۀ له ورکړئ، ”زۀ به يروشلم او د دې ټولو خلقو له سزا ورکړم لکه څنګه چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې بادشاه ولوستلو. ۱۷هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى. ۱۸او په خپله بادشاه ته، زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک داسې وايم، چې په کِتاب کښې څۀ ليکلى دى تا هغې ته غوږ ونيولو، ۱۹او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے، ۲۰خو چې زۀ کومه سزا يروشلم له ورکوم هغه به ستا په ژوند کښې نۀ راځى. تۀ به په خېر سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه له راواپس شول.