تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - اتلسم باب

د يهوداه بادشاه حزقياه

۱نو د اِسرائيل بادشاه د ايله زوئ هوسيع د بادشاهۍ په درېم کال د احاز زوئ حزقياه د يهوداه بادشاه جوړ شو ۲چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او په يروشلم باندې يې نهۀ‌ويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه. ۳د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو يې عمل وکړو، هغۀ هغه کار کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو. ۴هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله. ۵حزقياه په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو، په يهوداه کښې د هغۀ په شان بل بادشاه نۀ مخکښې او نۀ وروستو تېر شوے دے. ۶هغه د مالِک خُدائ وفادار وو او هيڅکله يې د هغۀ نافرمانى نۀ وه کړې او هغه ټول حُکمونه يې پوره منل چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى وُو. ۷نو مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او هغه په هر کار کښې کامياب وو. هغۀ د اسور د بادشاه خِلاف بغاوت وکړو او د هغۀ خِدمت يې نۀ کولو. ۸هغۀ فلستيانو له شکست ورکړو او د وړوکى کلى نه واخله تر لوئ ښار پورې يې قبضه کړل چې په دې کښې غزه او ګېرچاپېره علاقه شامله وه. ۹د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو. ۱۰د محاصرې په درېم کال، د سامريه زوال وشو، دا د حزقياه د بادشاهۍ شپږم کال وو او د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو. ۱۱د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل. ۱۲د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.

د اسوريانو يروشلم له دهمکى ورکول

۱۳د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل. ۱۴حزقياه سينحرب بادشاه له يو پېغام ولېږلو، چې هغه په لکيس کښې وو، ”زما نه غلطى شوې ده، مِهربانى وکړه چې خپله حمله بنده کړه او چې تۀ څومره پېسې غواړې نو زۀ به يې درکړم.“ نو بادشاه ترې نه وغوښتل چې حزقياه هغۀ له لس زره کلو سپين زر او زر کلو سرۀ زر ورولېږى. ۱۵نو حزقياه هغۀ ته د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې ټول سپين زر ورولېږل، ۱۶هغۀ د مالِک خُدائ کور د دروازو نه او هغه سرۀ زر هم راوشوکول چې هغۀ ورباندې په خپله چوکاټونه پټ کړى وُو او سينحرب له يې ورولېږل. ۱۷د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو. ۱۸کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو. ۱۹يو اسورى آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”بادشاه په دې باندې پوهېدل غواړى چې حزقياه په څۀ باندې ايمان لرى چې دومره اعتبارى دے؟ ۲۰ستا په خيال تشې خبرې د فوجى تکړه‌توب او طاقت ځائ نيولے شى؟ ستا يقين په چا دے چې زما خِلاف بغاوت کوې؟ ۲۱تۀ د مِصر نه دا طمع کوې چې هغه به ستا مدد وکړى، خو دا به د لوخې د پاڼې د امسا په شان وى، چې لاس به دې غوڅ او زخمى کړى. نو د مِصر بادشاه فِرعون باندې چې کله څوک بهروسه وکړى نو هغه داسې وى. ۲۲يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربان‌ګاه سره عبادت کوئ. ۲۳نو خبره واورئ، زما د نېک د اسور بادشاه سره معاهده وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم کۀ تاسو دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سوارۀ شى. ۲۴تۀ د اسور د يو معمولى آفسر برابر هم نۀ يئ او تۀ بيا هم په طمع يې چې مِصريان به جنګى ګاډۍ او آسونه راولېږى. ۲۵ستا په خيال ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او تباه کړے مې دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړم او تباه يې کړم.“ ۲۶نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“ ۲۷هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې يواځې تۀ او بادشاه هغه خلق يئ چې زما نېک تاسو ته د دې هر څۀ وئيلو دپاره رالېږلے يم؟ نه، زۀ هم هغه خلقو ته وايم کوم چې په دېوال ناست دى، ستاسو په شان هغوئ به هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“ ۲۸بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د لوئ بادشاه، د اسور د بادشاه خبره واورئ. ۲۹بادشاه داسې وائى چې حزقياه مو دوکه نۀ کړى. حزقياه تاسو زما د لاس نه نۀ شى بچ کولے. ۳۰او هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې تاسو ته ووائى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى. ۳۱حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ، ۳۲تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى. ۳۳د نورو قومونو خُدايانو خپل خلق د اسور د بادشاه نه کله بچ کړى دى؟ ۳۴د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم، هينع او عِواه خُدايان چرته دى؟ سامريه بل چا بچ کړے شو څۀ؟ ۳۵د دې ټولو مُلکونو خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د بادشاه نه بچ کړے دے څۀ؟ نو مالِک خُدائ به يروشلم زما نه څنګه بچ کړى؟“ ۳۶خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“ ۳۷نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.