تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - اتم باب

د ښځې د شونيم نه راواپس کېدل

۱نو اليشع هغه ښځې له مشوره ورکړه چې د هغې زوئ يې راژوندے کړے وو، او ورته يې وفرمائيل چې، ”تۀ او ستا خاندان لاړ شئ او په بل ځائ کښې اوسېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې په دې مُلک کښې به اووۀ کاله قحط وى.“ ۲نو هغه ښځې هم هغه شان وکړل چې څنګه د خُدائ پاک خِدمتګار مشوره ورکړې وه. هغې خپل خاندان بوتلو او اووۀ کاله د فلستيه په مُلک کښې اوسېدل. ۳د اوؤم کال په ختمېدو، هغه واپس اِسرائيل ته راغله او بادشاه له لاړه چې مِنت ورته وکړى چې خپله زمکه او کور ورته واپس مِلاو شى. ۴هغې وليدل چې بادشاه د اليشع نوکر جيحازى سره خبرې کولې، بادشاه غوښتل چې د اليشع په لويو معجزو باندې پوهه شى. ۵کله چې جيحازى بادشاه ته وئيل چې اليشع يو مړے راژوندے کړے وو، نو هغه ښځې بادشاه ته عرض وکړو. جيحازى هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، هغه ښځه دا ده او دا يې زوئ دے چې اليشع راژوندے کړے وو.“ ۶بادشاه ښځې ته ووئيل چې خپله قيصه بيان کړه، چې څۀ شوى وُو نو هغې ورته بيان کړل. بادشاه يو آفسر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې، ”هغې له خپل هر څۀ واپس ورکړه، سره د هغې د زمکې د اووۀ کالو آمدن.“

اليشع او د شام بادشاه بِن‌حدد

۷اليشع په هغه وخت دمشق ته لاړو چې د شام بادشاه بِن‌حدد بيمار وو. نو چې بادشاه خبر شو چې اليشع هلته دے، ۸نو هغۀ خپل يو آفسر حِزائيل ته ووئيل، ”هغه پېغمبر له يوه تُحفه يوسه او هغۀ ته ووايه چې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړى چې زۀ به د دې بيمارۍ نه ښۀ شم او کۀ نه.“ ۹نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِن‌حدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“ ۱۰اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته دا څرګنده کړې ده چې هغه به مړ شى، خو هغۀ له لاړ شه او ورته ووايه چې هغه به روغ شى.“ ۱۱اليشع ورته نېغ نېغ کتل او سترګې يې ترې نه نۀ اړولې چې خزائيل وشرمېدو نو د خُدائ پاک خِدمتګار په ژړا شروع وکړه. ۱۲حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“ ۱۳حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“ ۱۴خزائيل بِن‌حدد له لاړو، بِن‌حدد ترې نه تپوس وکړو، ”اليشع څۀ وفرمائيل؟“ حِزائيل ورته ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې تۀ به روغ جوړ شې.“ ۱۵خو په ورپسې ورځ خزائيل يوه کمبله واخسته، په اوبو کښې يې لمده کړه او د بادشاه په مخ باندې يې واچوله، ساه يې ورله بنده کړه او مړ شو. او حِزائيل د بِن‌حدد نه پس د شام بادشاه شو.

د يهوداه بادشاه يهورام

۱۶د اِسرائيل د بادشاه د اخى‌اب زوئ يورام د بادشاهۍ په پينځم کال، د يهوسفط زوئ يهورام د يهوداه بادشاه شو ۱۷چې عُمر يې دوه دېرش کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې اتۀ کاله بادشاهى وکړه. ۱۸هغۀ د اخى‌اب لور وادۀ کړه او د اخى‌اب د خاندان په شان هغه هم د اِسرائيل د بادشاهانو په شان په غلطو لارو روان وو. هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وکړل، ۱۹خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى. ۲۰د يهورام په بادشاهۍ کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې جوړ کړو. ۲۱نو يهورام د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره صعير ته روان شو، چې هلته ادومى فوجيانو هغوئ محاصره کړل. د شپې هغۀ او د هغۀ د جنګى ګاډو مشرانو محاصره ماته کړه او وتښتېدل او د هغۀ فوجيان خپلو کورونو ته واپس شول. ۲۲نو د يهوداه ادوم تر اوسه پورې آزاد دے. هم په دې دوران کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو. ۲۳يهورام چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۲۴يهورام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخزياه د هغۀ نه پس بادشاه شو.

د يهوداه بادشاه اخزياه

۲۵د اِسرائيل بادشاه د اخى‌اب زوئ يورام د بادشاهۍ په دولسم کال، د يهورام زوئ اخزياه د يهوداه بادشاه شو ۲۶چې عُمر يې دوويشت کاله وو او هغۀ يو کال په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور عتلياه نوم وو، چې د اخى‌اب بادشاه لور او د اِسرائيل بادشاه عُمرى نمسۍ وه. ۲۷هغه هم د اخى‌اب د خاندان په لار روان وو او هغه څۀ يې کول چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو، لکه څنګه چې د اخى‌اب خاندان کړى وُو، ځکه چې هغه د اخى‌اب د خاندان وو. ۲۸اخزياه بادشاه د اِسرائيل د بادشاه يورام په يو جنګ کښې ملګرتيا وکړه چې دا جنګ د شام د حِزائيل خِلاف وو. فوجونه په رامات‌جِلعاد کښې وجنګېدل او يورام په جنګ کښې زخمى شو. ۲۹هغه د يزرعيل ښار ته راواپس شو چې زخمونه يې روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.