تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - څلورم باب

د اشبوست مرګ

۱کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل. ۲د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى. ۳د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسيږى. ۴د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو. ۵ريکاب او بعنه د اشبوست کور ته روان شول او په سره غرمه کښې هلته ورسېدل، هغۀ په دې وخت د غرمې آرام کولو. ۶کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل. ۷هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو. ۸هغوئ د هغۀ سر په حبرون کښې داؤد بادشاه ته پېش کړو او ورته يې ووئيل، ”ستا د دشمن د ساؤل زوئ اشبوست سر دا دے، چا چې ستا د وژلو کوشش کړے وو. بادشاه سلامت، نن مالِک خُدائ تۀ پرېښے يې چې د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بدل واخلې.“ ۹داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم. ۱۰کوم پېغام وړونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساؤل د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنې هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زېرى کښې داسې اِنعام ورکړو. ۱۱تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بې‌ګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“ ۱۲نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو.