تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - اوؤم باب

۱نو د قِريَت‌يعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلى‌عزر د دې مشر مقرر کړو.

د حضرت سموئيل په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کول

۲د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَت‌يعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل. ۳سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“ ۴نو بنى اِسرائيلو د بعل او عستارات د بُتانو نه خپل ځانونه خلاص کړل او صِرف د مالِک خُدائ عبادت يې کولو. ۵بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“ ۶نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو. ۷کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل، ۸او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“ ۹سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده. ۱۰کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل. ۱۱بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيت‌کَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل. ۱۲بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو. ۱۳نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى. ۱۴بنى اِسرائيلو ته هغه ټول ښارونه واپس مِلاو شول چې د عقرون او جات په مينځ کښې وُو او فلستيانو قبضه کړى وُو او داسې بنى اِسرائيلو خپله ټوله علاقه واپس واخستله. او د کنعانيانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې هم امن وو. ۱۵سموئيل ټول عُمر د بنى اِسرائيلو قاضى وو. ۱۶هغه به هر کال په بيت‌ايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې. ۱۷بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه هم جوړه کړې وه.