تاریخى

د حضرت يشوَع کِتاب - څليريشتم باب

د حضرت يشوَع په شِکم کښې خلقو ته تقرير کول

۱يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل. ۲يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت مخکښې، ستاسو پلار نيکۀ، سره د اِبراهيم او نحور د پلار تارح، د فرات سيند نه اخوا اوسېدل او هغوئ د نورو معبودانو عبادت کولو. ۳بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو، ۴او اِسحاق له مې يعقوب او عِيسو ورکړل. ما عِيسو له د ادوم د غرونو مُلک ورکړو چې خپل ميراث يې شى، خو ستاسو پلار نيکۀ يعقوب او د هغۀ بچى لاندې مِصر ته لاړل. ۵ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ. ۶ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او مِصريان د جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په هغوئ پسې وُو. خو کله چې ستاسو پلار نيکۀ بحرِقُلزم ته ورسېدل ۷نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ. ۸بيا ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ، کوم چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدل. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړه. تاسو د هغوئ مُلک قبضه کړو او چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو هغوئ مو تباه کول. ۹بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى. ۱۰خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ. ۱۱تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه. ۱۲چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے. ۱۳ما تاسو له يو داسې زمکه درکړه چې تاسو هيڅکله کَرلې نۀ وه او داسې ښارونه مې درکړل چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو. اوس تاسو هلته اوسېږئ او د هغه باغونو نه انګور خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى او د هغه ونو نه د زيتُونو مېوه خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى.“ ۱۴نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ. ۱۵کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“ ۱۶خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو. ۱۷مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ او مونږ په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلو او چې هغۀ کومې معجزې کولې نو هغه مو وليدلې. چې مونږ د هر يو قوم نه هم تېرېدو او هر ځائ له هم تلو نو هغۀ مونږ په حِفاظت کښې ساتلو. ۱۸کله چې مونږ دې مُلک ته مخ په وړاندې تلو، نو مالِک خُدائ هغه ټول اموريان وشړل کوم چې دلته اوسېدل. نو ځکه مونږ به هم د مالِک خُدائ خِدمت کوُو، هغه زمونږ خُدائ پاک دے.“ ۱۹يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى، ۲۰او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“ ۲۱نو خلقو يشوَع ته ووئيل، ”نه، مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“ ۲۲يشوَع هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په خپله د دې حقيقت ګواهان يئ چې تاسو د مالِک خُدائ خِدمت خوښ کړے دے.“ هغوئ ووئيل، ”آو، مونږ د دې خبرې ګواهان يُو.“ ۲۳نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“ ۲۴بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“ ۲۵نو په هغه ورځ يشوَع د خلقو سره يو لوظ وکړو او هلته په شِکم کښې هغۀ ورته قانون او اصُول وښودل. ۲۶يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو. ۲۷هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“ ۲۸بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.

د حضرت يشوَع او اِلى‌عزر وفات کېدل

۲۹د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو. ۳۰هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنت‌سِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے. ۳۱ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو. ۳۲بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه. ۳۳د هارون زوئ اِلى‌عزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.