پېژندګلو

يهوداه ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د يهوداه خط د يعقوب ورور ليکلے وو. او په دې کښې هغه خلقو ته خبردارے ورکړے شوے دے چا ته چې د جماعت د داخلېدو اجازت مِلاو شوے دے. او د هغې نه وروستو يې د خُدائ پاک د فضل او حضرت عيسىٰ مسيح نه اِنکار کړے دے يعنې ايکې يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه. يهوداه د مقدس کِتاب نه د هغه خلقو مثالونه ورکړى دى څوک چې د سمې لارې نه بې‌لارې شوى دى او خلق يې هم بې‌لارې کړى دى. هغۀ څۀ ډېر ځله د داسې خلقو د ملامتيا او نافرمانۍ په حقله ليکلى دى. او چا چې خپل وجود پليت کړے دے او د خُدائ پاک اختيار نه يې اِنکار کړے دے، هغه په دې خط کښې ايماندارانو ته د پاک ژوند تېرولو دپاره منت او تاکيد کوى او ورته د داسې خلقو په باره کښې فرمائى چې په ځينو مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه کوئ، او په ځينې مسائيلو کښې يې د اور نه راوباسئ. يهوداه خپل خط د ټولو نه په يو ښۀ حمد سره ختموى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۲۴‏-۲۵ آيت ”اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.“