پېژندګلو

اول پطروس ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د پطروس رسول د خط لوستونکى د هغه ناکردو او مصيبتونو په وجه شکمن او بې‌زړۀ شوى وُو کوم چې د خپل ايمان په وجه په کښې راګېر شوى وُو. په دې خط کښې پطروس په هغوئ زور راوړے دے او ورته يې د تکړه کېدو حوصله ورکړې ده، او هغوئ ته يې بار بار د حضرت عيسىٰ مسيح د ژوندون مثالونه ورکړى دى او دا يې هم ورته فرمائيلى دى چې ستاسو د ميراث لويه خزانه په حضرت عيسىٰ مسيح کښې ده، او دُنيا ته د هغۀ د بيا راتلو اميد او جنت ته د بوتلو طمع ورکړې ده. په دې خط کښې پطروس د دې خبرې وضاحت کوى چې په ايماندارانو به د ايمان په وجه تکليفونه راشى نو هغوئ به بيا هغه څنګه برداشت کوى. دې خط ته د رسولانو اميد هم وئيلے شى، د پطروس اول پېغام دا وو چې په خُدائ پاک باور ساتئ په هر حالت کښې په فرمانبردارئ سره ژوند تېروئ. او ورته يې حکم کړے دے چې خپله توجو د خُدائ پاک خلاصون ته ورکړئ، تکليفونه به ضرور راځى خو دا به د لږ وخت دپاره وى خو فضل به د هغه چا دپاره وى څوک چې په خپل ايمان تر آخره ټينګ او قائم پاتې شى. د حفظ کولو دپاره ۵‏:_۷ آيت ”او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.“