پېژندګلو

دوېم تِسالونيکيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

دا يو وړوکے خط دے چې پولوس رسول په کښې د نوؤ ايماندارانو د مضبوط ايمان او د مصيبت زغملو باوجود د يو بل سره د مينې برقرار ساتلو تعريف کوى، هغه د حضرت عيسىٰ مسيح د بيا راتګ په حقله هم خبرې اترې کوى. ايماندارانو ته منت کوى چې د کوم مقصد دپاره خُدائ پاک راغوښتى يئ په هغې باندې مسلسل قائم پاتې شئ چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ قابل شئ. څوک چې اوس مصيبت زغمى هغوئ له به عزت ورکړے شى او ظالمانو ته به سزا مِلاو شى. د حضرت عيسىٰ مسيح راتګ نزدې دے. څۀ خو وائى چې د مالِک خُدائ ورځ راغلې ده، خو دا حقيقت نۀ دے. اول به بغاوت شروع شى او بيا به بې‌شرعې کس څرګند شى. هغه به نښې څرګندوى او د دروغو معجزې به کوى، خو ايمانداران به په داسې دوکه بازۍ باندې بې‌وقوفان نۀ جوړيږى. د دې کس طاقت د خُدائ پاک په نظر کښې دے او هغه به د حضرت عيسىٰ مسيح د خُلې په پوکى برباد کړے شى کله چې حضرت عيسىٰ مسيح راواپس شى. هم په هغه وخت کښې به خُدائ پاک پرېږدى هغه خلق چې د دۀ په دوکه کښې راشى څوک چې د مخکښې نه د زيرى مخالفت کوى، او خپل ځانونه به په خپله سزاوار کړى. د حفظ کولو دپاره ۱:_۱۱ آيت ”مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى.“