پېژندګلو

ګلتيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د ګلتيانو په خط کښې پولوس رسول په دې خبره ډېر زور راوړے دے چې خُدائ پاک سره راضى کېدل صرف د هغۀ په فضل او د حضرت عيسىٰ مسيح د مرګ په وسيلې سره کېدے شى. دروغژنو اُستاذانو ګلتيان په دې خبره مجبور کړل چې خپل ځانونه سنت کړى. او د هغې نتيجه دا وه چې په جماعت کښې د وروڼو په مينځ کښې بې‌اتفاقى جوړه شوه. پولوس رسول مختلف دليلونه پېش کوى چې هغوئ ولې د زيرى بنيادى تعليم ته واپس را واوړى. پولوس رسول په دې کِتاب کښې دا خبره هم په ګوته کوى چې د حضرت عيسىٰ مسيح اِنجيل د انسان نه نۀ خو صرف د خُدائ پاک د طرفه نازل شوے دے. پولوس رسول په خپله د دې خبرې ژوندے مثال دے. په حضرت عيسىٰ د هغۀ ايمان او رسالت د کوم انسان د خوا نه نۀ وو. د هغۀ بدلون نيغ په نېغه د حضرت عيسىٰ مسيح د رويا په ذريعه وشو. هغه دا تعليم ورکوى کۀ چرې د ايمان دپاره د سنتولو ضرورت وى او يا د شريعت د پوره کولو ضرورت وى، نو د دې دا مطلب شو چې مونږ د فضل او خلاصون نه واپس د ټول شريعت او د هغۀ لعنت لاندې بيا غلامان شُو، ځکه چې د شريعت صحيح پوره کېدل د يو انسان دپاره ناممکنه خبره ده. پولوس رسول د دې په حقله هم تعليم ورکوى چې روح القُدس څنګه مسيحى ژوندون کښې د طاقت او هدايت ذريعه ده. روح القُدس په ايماندار کښې مينه او ايمان پېدا کوى، او په آخر کښې هغه مونږ ته دا رايادوى چې په مسيحى ژوند کښې د حضرت عيسىٰ مسيح رضا کېدل لويه خوشحالى ده. او په دغه نوى ژوند کښې مونږ له په کار دى چې په خپله خوښه د حضرت عيسىٰ مسيح د خاطره هر قسم تکليفونه وزغمو. د حفظ کولو دپاره ۲:_۲۰ آيت ”زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے.“