پېژندګلو

زکرياه ‮پېژندګلو

پېژندګلو

د حضرت زکرياه نبى کِتاب د حضرت عيسىٰ مسيح د پېدايښت نه پينځه سوه کاله مخکښې ليکلے شوے دے، هغۀ د حضرت عيسىٰ مسيح د راتلو عجيبه رښتينې پېشګوئې وکړه چې هغه به راځى او دُنيا له به د ګناهونو نه خلاصون ورکوى. لکه څنګه چې حضرت حجى د جلاوطنۍ نه راواپس شوو يهوديانو ته حکم وکړو چې د خُدائ پاک کور بيا آباد کړى، نو دغه شان حضرت زکرياه هم هغوئ ته دا حکم وکړو چې توبه وباسى او خُدائ پاک سره خپل کړے لوظ بيا تازه کړى. په دې دوران کښې د خلقو دوباره روحانى ژوندون ته راتلل ضرورى وو تر دې چې هغوئ د دې دپاره تيار شى چې د خُدائ پاک کور آباد کړى او په کښې د عبادت فريضه سر ته ورسوى. حضرت زکرياه هغوئ قصوروار وګرځول ځکه چې هغوئ هم هغه کارونه کول کوم چې د جلاوطنۍ نه مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو. هغوئ د کونډو، يتيمانو او مسافرو او د عام اِنصاف په حقله فکرمند نۀ وو. خو چې کله خلقو د يهوداه د اوسېدونکو مخالفت وکړو نو حضرت زکرياه خلقو له د خُدائ پاک د تسلۍ او خيال ساتلو په حقله بيا حوصله ورکړه چې ضرور به خُدائ پاک بنى اِسرائيلو سره خپل لوظ جارى ساتى. د حضرت زکرياه د خِدمت په دوران کښې د حضرت عيسىٰ مسيح په حقله اُميد بيا تازه کړے شو، او د کِتاب اختتام دې لوظ سره کيږى چې مالِک خُدائ به په ټوله دُنيا باندې خپله حکمرانى قائمه کړى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۳ آيت ”ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو له راواپس شم.“