پېژندګلو

عاموس ‮پېژندګلو

پېژندګلو

خُدائ پاک د غرور نه نفرت کوى. د خلقو يقين دا جوړ شوے وو چې مونږ خپل ضرورتونه پخپله پوره کوُو او دا ترېنه هېر شوى وُو چې څۀ چې هغوئ لرى دا د خُدائ پاک د طرفه دى. خُدائ پاک ټولو خلقو له اهميت ورکوى کۀ غريبانان وى او کۀ مالدار، کۀ د هر مذهب يا د هرې قبيلې سره يې تعلق وى. د غريبانانو سره چې کوم ظلم زياتے کېدو او ناانصافى ورسره کېده او د بل وطن مسافرو د مجبورۍ نه به چې غلطه فائده اخستے کېده د هغې خلاف حضرت عاموس نبى خبردارے ورکړے وو. خُدائ پاک مخلص عبادت غواړى، سره د هغه مناسبو آدابو او رويى چې د هغۀ عزت په کښې وى. حضرت عاموس نبى يو شپونکے او زميندار وو چا چې پېشګويانې ورکړې کله چې يربعام د اِسرائيل بادشاه وو او عُزياه د يهوداه بادشاه وو. هغه وخت کښې د بُت پرستۍ، عېش عشرت، لوټ مار او دوکه بازۍ دور وو. مالدارو او زورَورو به په غريبانانو زور زياتے کولو. حضرت عاموس نبى د بنى اِسرائيلو د مرتد کېدو، معاشرتى ناانصافو مذمت وکړو او خلقو له يې خبردارے ورکړو چې خُدائ پاک سره د لوظ ماتولو په وجه به په هغوئ لويه تباهى راشى. په داسې وختونو کښې بې‌حوصلې کېدل ډېر آسان وى چې آيا خُدائ پاک به دغه بې‌اِنصافه، بې‌وفا، او د ناجائزه دولت لالچيانو سره اِنصاف وکړى او کۀ نه. خو مونږ له اُميد ساتل پکار دى ځکه چې دا د خُدائ پاک وعده ده چې هغه به ټولو سره اِنصاف کوى. اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى. د حفظ کولو دپاره ۵:_۱۴ آيت ”د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى.“