پېژندګلو

غزلې ‮پېژندګلو

پېژندګلو
دا د حضرت سليمان عليه السلام غزلې دى چې د ښځې او د خاوند په مينځ کښې د روحانى او جنسى مينې او محبت په حقله څرګندونه کوى. د وادۀ نه پس د ښځې او خاوند جنسى تعلق د خُدائ پاک د مينې اظهار دے. ښځې او خاوندان دې د يو بل د ښو کارونو تعريف کوى او د يو بل ډاډګيرنه دې کوى. د کامياب وادۀ دپاره د ښځې او خاوند تر مينځه صلاح مشوره او مسلسل رابطه کښې اوسېدل ډېر ضرورى دى. وخت تېرېدو سره سره د دوئ په مينځ کښې مينه نوره هم مضبوطيږى کۀ چرې دواړه د يو بل سره وفادار پاتې شى او تعلق هم برقرار وساتى. خُدائ پاک د وادۀ بنياد کېښودو او جسمانى اِتحاد يې جوړ کړو. د حفظ کولو دپاره ۲:_۱ آيت ”زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.“