پېژندګلو

روت ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

روت د وفا او مينې يوه قيصه ده او په دې کښې خُدائ پاک د وفادارۍ اجر په لوئ برکت سره ورکوى. دا کِتاب مونږ ته د يوې موآبى کونډې په حقله قيصه بيانوى، چا چې د خپلې بنى اِسرائيلۍ خواښې په مينه کښې خپل خلق او دستور پرېښودو او وې وئيل چې ستا خلق به زما خلق وى او ستا خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى. اګر چې هغه په خپله غريبه وه او د نورو خلقو د مهربانۍ حاجتمنده وه، د روت ښۀ کردار او رويى د بوعز توجو حاصله کړه، څوک چې د هغې د مرحوم خاوند رشته‌دار وو. بوعز په هغې ترس وکړو او هغې سره يې وادۀ وکړو. دا کِتاب يو زبردست مثال دے چې څنګه خُدائ پاک د خپلو خلقو خيال ساتى او د ټولو قومونو هغه خلق قبلوى څوک چې د هغۀ لټون کوى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۱۷ آيت ”چې چرته مرې، هلته به مرم، چې چرته ښخېږې هلته به ښخېږم. مالِک خُدائ دې ما ته په قهر شى کۀ د مرګ نه بغېر په بل څۀ ستا نه جدا شم.“