پېژندګلو

هِجرت ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د هِجرت کِتاب د حضرت موسىٰ عليه السلام د تورات شريف دوېم کِتاب دے. او مونږ ته دا را په ګوته کوى چې خُدائ پاک حضرت اِبراهيم عليه السلام سره خپله کړې وعده داسې پوره کړه چې بنى اِسرائيل يې د فِرعون د غلامۍ او د بُت پرستۍ نه آزاد کړل. او هغوئ يې هغه لوظ کړے شوى وطن يعنې د برکتونو ځائ ته راوستل. خُدائ پاک حضرت موسىٰ عليه السلام له د ژوند تېرولو او عبادت کولو يو شرعى نظام ورکړو. او خُدائ پاک هغوئ ته د عبادتخانې جوړولو هدايت هم وکړو، يعنې يو داسې ځائ چرته چې د خُدائ پاک حضور د خپلو خلقو په مينځ کښې استوګنه کوى او چرته چې به هغوئ د خپلو ګناهونو د ادا کولو کفارې دپاره قربانيانې پېش کوى. په دې کِتاب کښې مرکزى شخصيت حضرت موسىٰ عليه السلام دے چې خُدائ پاک د خپل قوم د خلاصون او آزادى دپاره غوره کړے وو چې هغوئ د مصر نه راوباسى. د حفظ کولو دپاره ۳۴‏:_۶ آيت، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.“