نبوى

د يوحنا رسول رويا - نولسم باب

۱د دې نه پس ما په آسمان کښې د ګڼو خلقو اوچت آوازونه واورېدل، هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى مالِک خُدائ ته، خلاصون، لوئى او طاقت زمونږ د خُدائ پاک دے. ۲ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“ ۳هغوئ بيا چغې کړې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، د بابل لوګے تل تر تله خېژى.“ ۴او هغه څليريشت مشران او څلور جاندار خُدائ پاک ته په سجده شول څوک چې په تخت ناست دے او هغوئ هم چغې کړې چې، ”آمين، ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ.“

د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا

۵بيا د تخت د طرف نه يو آواز راغے چې، ”اے زمونږ د خُدائ پاک ټولو خادِمانو چې د هغۀ نه ويرېږئ، اے لويو او وړو، د خُدائ پاک ثنا وايئ.“ ۶بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے. ۷راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے، ۸او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى. ۹بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“ ۱۰نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“

د سپين آس سوارۀ

۱۱بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے. ۱۲او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان دى او په سر يې ډېر تاجونه دى. په هغې يو نوم ليکلے شوے دے چې بې له دۀ نه پرې نور هيڅوک نۀ پوهيږى. ۱۳او هغۀ په وينو لړلې جامې اغوستې وې او د هغۀ نوم د خُدائ پاک کلام دے. ۱۴او آسمانى لښکرې په سپينو آسونو سورې ورپسې وې چې د سپين او صفا نرم کتان جامې يې اغوستې وې. ۱۵او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى. ۱۶او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“ ۱۷بيا ما يوه فرښته په نمر کښې ولاړه وليده او هغې بره په آسمان کښې الوتونکو مارغانو ته چغې کړې چې، ”راشئ او د خُدائ پاک په لويه مېلمستيا کښې راجمع شئ. ۱۸چې د بادشاهانو او د کمانډرانو او د تکړه سپاهيانو غوښې، د آسونو او د هغوئ د سورو غوښې او د ټولو خلقو، غلامانو او آزادو د لويو او د وړو غوښې وخورئ.“

۱۹بيا ما وليدل چې بلا او د دُنيا بادشاهان او د هغوئ لښکرې د سوارۀ او د هغۀ د لښکر سره په جنګ شول. ۲۰او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې. ۲۱او باقى په هغه تُوره ووژلے شول چې په سپين آس د سوارۀ له خولې نه راوتله، او ټولو مارغانو د هغوئ په غوښه ځانونه ماړۀ کړل.