نبوى

د يوحنا رسول رويا - نهم باب

۱بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې. ۲کله چې هغۀ عالمِ ارواح کولاو کړه نو د هغه لوئې کندې نه د بټۍ په شان لوګے راوختلو او د عالمِ ارواح لوګى نمر او باد تور کړل. ۳بيا د لوګى نه په زمکه مُلخان راغلل او هغوئ د زمکې د لړمانو په شان د چيچلو اختيار ورکړے شو. ۴هغوئ ته دا حُکم ورکړے شوے وو چې واښو، ونو، او بوټو ته هيڅ نقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ د چا په تندى چې د خُدائ پاک مهر نۀ وى لګېدلے. ۵هغوئ ته اجازت ورکړے شوے وو چې د پينځو مياشتو پورې هغوئ ته عذاب ورکړئ، خو دا نه چې هغوئ مړۀ کړئ او د هغوئ عذاب لکه د لړم د ټک په شان وو. ۶په دې ورځو کښې به خلق مرګ غواړى خو مرګ به ورته نۀ ملاويږى، هغوئ به د مرګ خواهش کوى خو مرګ به د هغوئ نه تښتى. ۷دا مُلخان لکه د جنګى آسونو په شان وُو او د هغوئ په سرونو تاجُونه لکه د سرو زرو په شان وُو او د هغوئ مخونه د انسان په شان وُو. ۸او د هغوئ وېښتۀ د ښځو د وېښتو په شان وو او د هغوئ غاښونه د زمرو د غاښونو په شان وُو. ۹د هغوئ زغرې لکه د اوسپنو د زغرو په شان وې او د هغوئ د وزرونو آوازونه لکه د ډېرو جنګى ګاډو د آسونو په شان وُو کوم چې حمله کوونکى وى. ۱۰د هغوئ په لکو کښې د لړمانو په شان لشې وې او د هغوئ ټک ورکولو به انسانان تر پينځو مياشتو پورې عذابول. ۱۱او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے. ۱۲اولنے افسوس تېر شو خو دوه نور لا راتلونکى دى. ۱۳بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو. ۱۴هغۀ شپږمې فرښتې ته ووئيل چا سره چې بيګل وو چې، ”د لوئ فرات د سيند په غاړه تړلې څلور فرښتې آزادې کړه.“ ۱۵نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې. ۱۶نو ما ته ووئيلے شول چې په آسونو د سوارو فوجيانو شمېر شل کروړه وو. ۱۷او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل. ۱۸په دې درې افتونو د دُنيا دريمه حِصه خلق مړۀ شول يعنې په اور، لوګى او ګوګړو کوم چې د هغوئ د خولې نه راوتل. ۱۹د آسونو طاقت د هغوئ په خولو او لکو کښې وو. نو د هغوئ د لکو لکه د مارانو په شان سرونه وُو او د انسانانو د زخمى کولو طاقت ورسره وو. ۲۰خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى. ۲۱او نۀ هغوئ د خپلو قتلونو، جادوګرۍ، حرامکارۍ، او نۀ يې د خپلو غلاګانو نه توبه وويستله.