نبوى

د يوحنا رسول رويا - اوؤم باب

په يو لاک څلور څلوېښتو زرو بنى اِسرائيلو مُهر لګېدل

۱د دې نه پس ما څلور فرښتې د دُنيا په څلورو ګوټونو ولاړې وليدلې چې د دُنيا څلور واړه هواګانې يې قابو کړې وې نو چې په زمکه سمندر يا په يوه ونه هم هوا ونۀ لګى. ۲بيا ما بله فرښته د نمرخاتۀ نه په راختو وليده چې د ژوندى خُدائ پاک مهر ورسره وو او هغه څلورو فرښتو ته يې په زوره وئيل، چې چا ته په زمکه او سمندر د نقصان ورکولو اختيار ورکړے شوے وو چې، ۳”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“ ۴او ما چې د هغوئ شمېر واورېدو چا ته چې مهرونه لګولے شوى وُو او د بنى اِسرائيلو د ټولو خيلونو نه په يو لاک څلور څلوېښت زرو مُهر ولګولے شو. ۵دولس زره د يهوداه د قبيلې نه، دولس زره د روبين د قبيلې نه، دولس زره د جاد د قبيلې نه، ۶دولس زره د آشر د قبيلې نه، دولس زره د نفتالى د قبيلې نه، دولس زره د منسى د قبيلې نه، ۷دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه، ۸دولس زره د زبولون د قبيلې نه، دولس زره د يوسف د قبيلې نه، او دولس زره د بنيامين د قبيلې وُو.

د ټولو قومونو لويه ګڼه

۹او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې. ۱۰او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“ ۱۱او د تخت نه او د مشرانو او څلورو جاندارو نه چې ګېرچاپېره څومره فرښتې ولاړې وې هغه ټولې فرښتې د تخت په وړاندې پړمخې پرېوتلې او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو، ۱۲هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“ ۱۳بيا مشرانو کښې يو ما ته مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“ ۱۴ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى. ۱۵په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى. ۱۶هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى. ۱۷ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“