۱نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
په توبې ايستلو د پولوس رسول خوشحالى
۲مونږ ته په خپلو زړونو کښې ځائ راکړئ. مونږ د هيچا سره بد نۀ دى کړى، مونږ څوک نۀ دى بېلارې کړى، نۀ مو چا سره دوکه کړې ده. ۳زۀ دا ستاسو د ملامتولو دپاره نۀ وايم ځکه چې ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چې تاسو زمونږ په زړونو کښې داسې يئ چې کۀ مرګ وى او کۀ ژوند، مونږ تاسو سره يو ځائ يُو. ۴زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم. ۵کله چې مونږ مِکدونيه ته راغلو نو مونږ ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وو، خو مونږ نه هر طرف ته تکليفونه وُو، زمونږ نه ګېرچاپېره جګړې وې او زمونږ په زړونو کښې يې يره وه. ۶خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه، ۷او نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکې د هغۀ په هغه تسلۍ چې تاسو هغۀ له ورکړې وه، څنګه چې هغۀ مونږ ته ستاسو د خواهش، ستاسو د خفګان او ما دپاره ستاسو د ليوالتيا ووئيل نو زۀ نور هم زيات خوشحاله شوم. ۸کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم. ۹خو اوس زۀ په دې خبره خوشحاله يم، نۀ چې ستاسو په غم بلکې په دې چې ستاسو خفګان تاسو توبه ګار کړئ. ځکه چې دا غمژن کېدل د خُدائ پاک د خوا نه وو، دا ځکه چې تاسو ته زمونږ د طرف نه څۀ نقصان نۀ وو رسېدلے. ۱۰ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى. ۱۱نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بېګناه يئ. ۱۲نو اګر چې ما تاسو ته وليکل، خو د دې مقصد دا نۀ وو چې څوک غلط کارونه کوى د هغوئ په حقله وليکم يا چا سره چې غلط کارونه کيږى د هغوئ په حقله وليکم، نه، بلکې د دې مقصد دا وو چې د مالِک خُدائ په وړاندې په تاسو ظاهره شى چې تاسو زمونږ دپاره څومره سرګرم يئ. ۱۳په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه. ۱۴ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو. ۱۵او هر کله چې هغۀ ته ستاسو د ټولو فرمانبردارۍ راياديږى او چې تاسو څنګه په ويره او رپېدلو هغه قبول کړو نو تاسو سره د هغۀ د زړۀ مينه نوره هم زياتيږى. ۱۶زۀ ځکه خوشحاله يم چې زما مکمل باور په تاسو دے.