انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - پينځم باب

حضرت عيسىٰ يو ګوډ سړى له شفا ورکوى

۱د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو. ۲په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى. ۳په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، ګوډ، شل، پراتۀ وُو. ۴ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو. ۵په دغه خلقو کښې يو سړے وو چې د دوه کم څلوېښتو کالو راسې شل وو. ۶کله چې عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو او د دې نه خبر شو چې دے د ډيرې مودې راسې بيمار دے، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تۀ غواړې چې روغ شى؟“ ۷بيمار سړى جواب ورکړو چې، ”صاحبه، زما هيڅوک نشته چې کله اوبۀ وخوځولے شى نو چې ما دې تالاب ته ورکوز کړى. او کله چې زۀ اوبو له وررسم نو بل زما نه مخکښې وردانګلى وى.“ ۸بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، خپله بستره دې واخله او ځه.“ ۹سړے سمدستى جک جوړ شو، او خپله بستره يې واخستله او روان شو. دا د سبت ورځ وه. ۱۰نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“ ۱۱خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”کوم سړى چې زۀ روغ کړم هغۀ ما ته وفرمائيل چې خپله بستره واخله او ځه.“ ۱۲هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”هغه سړے څوک دے چې تا ته يې ووئيل چې خپله بستره واخله او ځه؟“ ۱۳خو هغه روغ شوى سړى ته دا پته ونۀ لګېده چې هغه څوک وو ځکه چې هلته ډېره ګڼه وه او عيسىٰ په ګڼه کښې غېب شو. ۱۴د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“ ۱۵هغه سړے په مخه لاړو او د يهوديانو مشرانو ته يې ووئيل چې، ”دا هغه عيسىٰ وو چې ما له يې شفا راکړه.“ ۱۶نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول. ۱۷نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“ ۱۸په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.

د زوئ اختيار

۱۹عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى. ۲۰ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ. ۲۱لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى. ۲۲بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے ۲۳نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے. ۲۴زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے. ۲۵زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى. ۲۶ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے. ۲۷او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے. ۲۸په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى ۲۹او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.

د حضرت عيسىٰ په باب کښې ګواهى

۳۰زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم. ۳۱کۀ چرې زۀ د خپل ځان په حقله ګواهى وکړم نو زما ګواهى رښتينې نۀ ده. ۳۲بلکې يو بل څوک هم شته چې هغه زما دپاره ګواهى ورکوى او ما ته پته ده چې د هغۀ ګواهى زما په حقله رښتينې ده. ۳۳تاسو يحيىٰ ته خپل پېغام وړُونکى ورلېږل او هغۀ هم د دې حقيقت ګواهى ورکړه. ۳۴خو زۀ د انسان د ګواهۍ محتاج نۀ يم خو زۀ دا دې دپاره وايم چې تاسو بچ شئ. ۳۵يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ. ۳۶خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم. ۳۷او پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ په خپله زما په حقله ګواهى ورکړې ده. تاسو هيڅکله د هغۀ آواز نۀ دے اورېدلے او نۀ مو د هغۀ صورت ليدلے دے، ۳۸او نۀ ستاسو په زړۀ کښې د هغۀ د کلام دپاره ځائ شته ځکه چې تاسو په هغۀ باور نۀ کوئ چا چې هغه رالېږلے دے. ۳۹تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى. ۴۰خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ. ۴۱زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم. ۴۲خو زۀ تاسو پېژنم چې ستاسو په زړُونو کښې د خُدائ پاک مينه نشته. ۴۳زۀ د خپل پلار په نوم راغلے يم او تاسو ما نۀ قبلوئ خو کۀ بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به يې قبول کړئ. ۴۴تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟ ۴۵دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ. ۴۶کۀ چرې تاسو په موسىٰ ايمان ساتئ نو په ما به يې هم ساتئ ځکه چې هغۀ زما په حقله ليکلى دى. ۴۷خو کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ.“