انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - اول باب

د ژوندون کلام

۱کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، ۲هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. ۳خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. ۴او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. ۵او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. ۶خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. ۷هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. ۸هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. ۹هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. ۱۰هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. ۱۱هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. ۱۲خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، ۱۳داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. ۱۴نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. ۱۵يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ ۱۶ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. ۱۷ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. ۱۸هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.

د حضرت يحيىٰ ګواهى

۱۹د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ ۲۰هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“ ۲۱نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“ ۲۲بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو تۀ څوک يې؟ ځکه چې مونږ چا رالېږلى يُو چې هغوئ ته جواب ورکړُو. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ ۲۳هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“ ۲۴بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو ۲۵د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“ ۲۶يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ، ۲۷هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“ ۲۸دا ټولې خبرې د بيتِ‌عنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.

د خُدائ پاک ګډُورے

۲۹بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى. ۳۰دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو. ۳۱زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“ ۳۲بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو. ۳۳ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ۳۴ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“

د حضرت عيسىٰ اولنى مريدان

۳۵په بله ورځ يحيىٰ د خپلو دوو مريدانو سره ولاړ وو ۳۶چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“ ۳۷کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول. ۳۸عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“ ۳۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو. ۴۰په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو. ۴۱اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“ ۴۲نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“

د حضرت عيسىٰ فيليپوس او نتنى‌ايل رابلل

۴۳بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ۴۴نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِ‌صيدا اوسېدونکے وو. ۴۵فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“ ۴۶نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“ ۴۷کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“ ۴۸نتنى‌ايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“ ۴۹بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“ ۵۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“ ۵۱بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“