انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - ديارلسم باب

توبه يا مرګ

۱هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله. ۲عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو څۀ خيال دے چې په کومو ګليليانو چې دا زياتے وشو، هغوئ د نورو ګليليانو نه زيات ګناه ګار وُو څۀ؟ ۳بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ. ۴يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟ ۵بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“

د شنډ اينځر مِثال

۶بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل. ۷نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟ ۸خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم. ۹کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“

د سبت په ورځ د يوې کوبۍ ښځې جوړول

۱۰د سبت په ورځ عيسىٰ په يوه عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. ۱۱نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بې‌حاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے. ۱۲کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“ ۱۳او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ۱۴خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“ ۱۵خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى. ۱۶او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“ ۱۷د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.

د شړشمو د تخم مِثال

۱۸بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ ۱۹دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“

د خمبيرې مثال

۲۰هغۀ بيا دا وفرمائيل، ”زۀ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟ ۲۱دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“

تنګه دروازه

۲۲کله چې عيسىٰ يروشلم ته تلو نو په کلو او ښاريو تېرېدو او په تلو تلو کښې يې خلقو ته ځائ په ځائ تعليم ورکولو. ۲۳يو کس ترېنه تپوس وکړو، ”مالِکه، ولې صرف يو څو تنه به بچ شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ۲۴”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى. ۲۵خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ. ۲۶نو بيا به تاسو داسې وايئ چې، مونږ خو تا سره يو ځائ خوړل څښل کړى دى او تا زمونږ په کوڅو کښې تعليم ورکولو. ۲۷خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ. ۲۸بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى، ۲۹د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى. ۳۰بې‌شکه يو څو کسان چې په کښې آخر دى، هغوئ به د ټولو نه اول شى او يو څو کسان چې اول دى هغوئ به د ټولو نه آخر شى.“

د يروشلم په باب کښې وير

۳۱په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“ ۳۲خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ او هغه ګيدړ ته ووايئ چې واوره. نن او سبا به زۀ پيريان وباسم او د شفا ورکولو کار به جارى ساتم او په درېمه ورځ به خپل کار سر ته ورسوم. ۳۳بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى. ۳۴اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. ۳۵وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“