انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے - پينځم باب

پيريانو نيولے سړے روغول

۱او هغوئ د درياب بلې غاړې ته د ګِراسينيانو علاقې ته راغلل. ۲او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو. ۳هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو. ۴ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے. ۵شپه او ورځ به هغۀ په قبرونو او د غرونو په خوا کښې چغې وهلې او ځان به يې په کاڼو زخمى کولو. ۶کله چې هغۀ عيسىٰ د لرې نه وليدلو نو هغۀ ورمنډه کړه او سجده يې ورته وکړه، ۷او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“ ۸ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“ ۹بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“ ۱۰او هغۀ مِنت زارى ورته وکړه چې دوئ د دې علاقې نه ونۀ شړى. ۱۱نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله. ۱۲او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“ ۱۳نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. ۱۴د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل. ۱۵هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل. ۱۶کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول. ۱۷بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“ ۱۸څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو. ۱۹خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“ ۲۰هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.

د حضرت عيسىٰ يوه جينۍ راژوندۍ کول او يوې ښځې له شفا ورکول

۲۱کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو. ۲۲نو د عبادتخانې يو مشر چې يائير نوم يې وو راغلو او کله چې يې هغه وليدو نو هغۀ ته په پښو پرېوتو. ۲۳او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“ ۲۴عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو. ۲۵په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله. ۲۶هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو. ۲۷هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو، ۲۸ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“ ۲۹خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه. ۳۰په هغه ساعت عيسىٰ په ځان پوهه شو چې د هغۀ نه يو طاقت رابهر شو. عيسىٰ په ګڼه کښې مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”زما چُوغې له چا لاس وروړو؟“ ۳۱د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“ ۳۲خو هغۀ ګېرچاپېره وکتل چې دا څوک وو. ۳۳خو ښځه چې په ځان پوهه شوه چې په هغې څۀ شوى دى، نو د يرې نه په رپېدو شوه، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شوه، او ټول حقيقت يې ورته ووئيلو. ۳۴هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“ ۳۵هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“ ۳۶خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“ ۳۷هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل. ۳۸کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل. ۳۹کله چې عيسىٰ ننوتلو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”ولې تاسو ژړا انګولا او وير کوئ؟ جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ ۴۰خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه. ۴۱بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“ ۴۲جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول. ۴۳هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“