د خُدائ پاک د خپلو سرکشه خلقو سره مينه
۱مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو. ۲خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې. ۳ما پخپله بنى اِسرائيل ته د ګرځېدو چل وښودلو، ما د هغۀ لاس نيولے وو او د هغۀ رهنمائى مې کوله، خو هغۀ ته پته نۀ لګېده او نۀ يې پرواه ساتله چې هغه زۀ وم چې د هغۀ خيال مې ساتلو. ۴ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو. ۵خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے. ۶د هغوئ په ښارونو کښې به جنګ کوى او د ښار دروازې به يې ماتې کړى. هغوئ به د خپلو غلطو منصوبو له وجې تباه کړى. ۷زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم. ۸اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه. ۹زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم. ۱۰کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى. ۱۱هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو بدى بيانېدل
۱۲اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.