توبه ويستل
۱”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى. ۲په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو. ۳راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“ ۴مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى. ۵نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى. ۶زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ. ۷خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بېوفائى وکړه. ۸جِلعاد ښار د بدعملو نه ډک دے، هر طرف ته د وينې داغونه دى. ۹اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى. ۱۰ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده. ۱۱اے د يهوداه خلقو، ما ستاسو د سزا وخت هم مقرر کړے دے، اګر چې ما غوښتل چې هغوئ بحال کړم.“