د حضرت صفنياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.

د راتلونکې تباهۍ خبردارے

۲”زۀ به د زمکې د مخ نه هر يو څيز ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۳”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۴”زۀ به خپل لاس د يهوداه او د هغوئ ټولو خلاف وراوږد کړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. زۀ به د دې ځائ نه د بعل د عبادت يادونه، د بُت پرستانو نومونه او بُت پرسته اِمامان ختم کړم، ۵هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى. ۶او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى. ۷د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى. ۸د مالِک خُدائ د قربانۍ په ورځ به زۀ شهزادګانو او د بادشاه زامنو له سزا ورکړم او هر هغه چا له چې د غېر قومونو جامې اچوى. ۹په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى. ۱۰په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى. ۱۱د غم فرياد وکړئ، تاسو ټول چې په نوې ښار کښې اوسېږئ، ستاسو ټول سوداګر به جارُو شى، هغه ټول چې د سپينو زرو روزګار کوى هغه به تباه شى. ۱۲زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد. ۱۳د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى. ۱۴د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى. ۱۵هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى. ۱۶د بيګل غږولو او د جنګى نعرو ورځ چې د مضبوطو ښارونو خلاف او د لوړو برجونو خلاف به وى. ۱۷زۀ به په خلقو داسې مصيبتونه راولم چې هغوئ به د ړندو په شان ګرځى. ځکه چې هغوئ زما خلاف ګناه کړې ده. د هغوئ وينه به د خاورو په شان تويه شى او د هغوئ لاشونه به سخا شى. ۱۸د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“