د حضرت زکرياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

مالِک خُدائ ته د راواپس کېدو آواز

۱د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، ۲”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو. ۳نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۴د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۵خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟ ۶خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“

د آسونو په حقله د پېغمبر رويا

۷د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، ۸په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو. ۹ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“ ۱۰بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“ ۱۱او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“ ۱۲بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“ ۱۳نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې. ۱۴بيا هغه فرښتې چا چې ما سره خبرې کولې راته يې وفرمائيل، ”د دې کلام اعلان وکړه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، زۀ په يروشلم او صيون ډېر زيات غېرت کوم. ۱۵خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو. ۱۶په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۱۷نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“

څلور ښکرونه او څلور لوهاران

۱۸بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو. ۱۹ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“ ۲۰بيا مالِک خُدائ ما ته څلور لوهاران وښودل. ۲۱ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“