د حضرت ميکاه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده. ۲اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى، ۳ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى. ۴غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى. ۵او دا هر څۀ ولې پېښ شول؟ ځکه د اِسرائيل د سرکشۍ په وجه، آو، دا د ټول قوم د ګناهونو په وجه وشول. د اِسرائيل د سرکشۍ ذمه وار څوک دى؟ سامريه، دا لوئ ښار دے. د يهوداه د بُت پرستۍ ځايونه چرته دى؟ په يروشلم کښې، دا لوئ ښار دے. ۶نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم. ۷د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى.

ژړا او ماتم

۸په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم. ۹نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو. ۱۰دا په جات کښې دشمن ته مۀ وايئ، او مۀ ژاړئ. په بيت‌عفره کښې په خاورو کښې ورغړېږئ. ۱۱بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيت‌ايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو. ۱۲هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے. ۱۳تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو. ۱۴نو په دې وجه به تاسو موريشت‌جات ته د خُدائ په امانۍ تحفې ورکړئ. د اکزيب ښار به د اِسرائيل د بادشاهانو دپاره دوکه ثابته شى. ۱۵د مريسه اوسېدونکو، زۀ به يو فتح کوونکے ستاسو خلاف درولېږم. هغه څوک چې د اِسرائيل مشران دى، هغه به د عدولام غار ته وتښتى. ۱۶خپل سرونه په ماتم کښې ګنجى کړئ د هغه بچو دپاره چا نه چې تاسو خوشحاله يئ، خپل ځانونه بلکل ګنجى کړئ، ځکه چې هغوئ به تاسو نه جلاوطن شى.