د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

يوويشتم باب

په يروشلم کښې د عيسىٰ کاميابه استقبال

(مرقوس ۱۱:‌۱ - ۱۱، لوقا ۱۹:‌۲۸ - ٤۰، يوحنا ۱۲:‌۱۲ - ۱۹)

۱هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتونو په غر کښې د بيتِ فګې کلى ته ورسيدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره وروليږل چې ۲”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره د خپلې کوچاڼې سره تړلى ومومئ. هغه پرانزئ او ما ته يې راولئ. ۳که څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپريږدى.“ ۴دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلى شوى دى چې ۵”د صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼې يعنې په کوچى باندې.“ ۶مريدان لاړل او هغه څۀ يې وکړل چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. ۷خره او د هغې کوچاڼې يې راوستل، هغوئ خپلې جامې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. ۸ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړَولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه. ۹او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”سلامتى دې وى د داؤد په زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ سلامتى وى.“ ۱۰کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې ”دا څوک دے؟“ ۱۱او ګڼې ورته جواب ورکړو چې ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“

د خُدائ د کور پاکول

(مرقوس ۱۱:‌۱۵ - ۱۹، لوقا ۱۹:‌٤۵ - ٤۸، يوحنا ۲:‌۱۳ - ۲۲)

۱۲عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوُونکو کرسۍ يې نسکورې کړې، ۱۳او ورته يې وفرمائيل چې ”صحيفې وائى چې زما کور به د دعا کور بللې شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو آډه جوړوئ.“ ۱۴او د خُدائ په کور کښې ورته ړاندۀ او شل خلق راغلل او هغوئ يې روغ کړل. ۱۵اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حيرانوونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واوريدې چې ”سلامتى دې وى د داؤد په زوئ،“ نو دوئ خفه وُو. ۱۶نو هغۀ ته يې ووئيل چې ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې آورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې ”آو، زۀ يې آورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، ”د وړو او تى رودونکو خولهٔ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“ ۱۷بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.

د اينځر په ونې لعنت

(مرقوس ۱۱:‌۱۲ - ۱٤، ۲۰ - ۲٤)

۱۸بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږې شو. ۱۹د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې ته ورغلو خو د پاڼو نه غير يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې ”تۀ دې پس د دې تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه. ۲۰مريدان په دې ننداره حيران شول. هغوئ تپوس وکړو چې ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“ ۲۱عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې ”زۀ تاسو ته دا وايم که چرې ستاسو ايمان کامل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. که تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزيږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى. ۲۲کومه دعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس

(مرقوس ۱۱:‌۲۷ - ۳۳، لوقا ۲۰:‌۱ - ۸)

۲۳عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورته راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې ”تۀ دا کارونه په کوم اِختيار کوې او دا اِختيار تا ته چا درکړې دے؟“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو چې ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اِختيار زۀ دا کارونه کوم. ۲۵د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او که د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې ”که مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغهٔ ايمان ولې رانهٔ وړو؟ ۲۶او که دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ ۲۷نو هغوئ جواب ورکړو چې ”مونږ خبر نهٔ يو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”بيا به زهٔ هم دا درته ونهٔ وايم چې زهٔ په کوم اِختيار دا کارونه کوم.“

د دوؤ زامنو مِثال

۲۸”خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر ته ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه. ۲۹هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښيمانه شو او لاړو. ۳۰بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لانۀړو. ۳۱په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې ”مشر. “ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى. ۳۲ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښيمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.“

د انګورو باغ او د زميندارانو مِثال

(مرقوس ۱۲:‌۱ - ۱۲، لوقا ۲۰:‌۹ - ۱۹)

۳۳”يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګيرچاپيره يې ديوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو ته په اِجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. ۳۴کله چې د ميوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو ته وروليږلو چې د هغوئ نه د هغهٔ د پېداوار برخه وصول کړى. ۳۵خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دويم يې مړ کړو او دريم يې سنګسار کړو. ۳۶بيا هغۀ نور نوکران وروليږل، دا ځل زيات کسان وُو او هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو. ۳۷په آخر کښې يې خپل زوئ په دې خيال وروليږلو چې ګنى زما د زوئ خاطر خو به وکړى. ۳۸خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى. ۳۹او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو. ۴۰کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“ ۴۱هغوئ جواب ورکړو چې ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اِجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د ميوې برخه پوره پوره ورکوى.“ ۴۲بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼې چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼې شو. دا د خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ ۴۳ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ بادشاهى به تاسو نه واخيستې شى او هغه قوم ته به ورکړې شى څوک چې يې پوره ميوه ورکوى. ۴۴هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او که په چا دا راپريوزى نو هغه به ريز مريز کړى.“ ۴۵کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واوريدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى. ۴۶هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يريدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.