د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

اول باب

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى بيان

۱دا د خُدائ پاک د زوئ د عيسىٰ مسيح د زيرى شروع ده، ۲لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. ۳په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“ ۴او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“ ۵او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. ۶د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو. ۷هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم. ۸ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به تاسو له په روحُ القُدس بپتسمه درکوى.“

د حضرت عيسىٰ بپتسمه او آزمېښت

۹هم په هغه ورځو کښې داسې وشول چې د ګليل د ناصرت نه عيسىٰ راغلو او د اُردن د سيند په اوبو کښې يې د يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. ۱۰څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو. ۱۱او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“ ۱۲سمدستى روحُ القُدس هغه بيابان ته په تلو مجبور کړو. ۱۳او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.

د حضرت عيسىٰ د څلورو ماهيګرو رابلل

۱۴نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې، ۱۵”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“ ۱۶کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو. ۱۷عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدم‌ګير جوړ کړم.“ ۱۸او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول. ۱۹کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول. ۲۰نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.

پيريانو نيولے سړے

۲۱بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو. ۲۲نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول. ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو. ۲۳نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې، ۲۴”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ ۲۵عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“ ۲۶او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو. ۲۷هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“ ۲۸نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.

د ډېرو خلقو جوړول

۲۹د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. ۳۰د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو. ۳۱عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. ۳۲هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل. ۳۳او ټوله ښاريه د هغۀ د کور مخې ته راټوله شوله. ۳۴عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.

په ګليل کښې ګرځېدل او بيان کول

۳۵سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله. ۳۶خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى، ۳۷او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“ ۳۸هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“ ۳۹نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.

د يو جذامى پاکول

۴۰عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ ۴۱د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ ۴۲نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو. ۴۳بيا عيسىٰ هغه د دې سخت حکم سره رُخصت کړو، ۴۴”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“ ۴۵خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.