د حضرت ملاکى نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱دا هغه پېغام دے کوم چې مالِک خُدائ د ملاکى په وسيله بنى اِسرائيلو له ورکړو.

يعقوب سره مينه، د عِيسو رد کول

۲”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه، ۳خو عِيسو يعنې د ادوميانو پلار نيکۀ ما رد کړو، او ما د هغوئ غرونه شاړ کړل او د هغوئ ميراث مې د بيابان ګيدړانو ته پرېښودلو.“ ۴ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى. ۵کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“

بې‌اهميته قربانيانې

۶مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟ ۷تاسو زما په قربان‌ګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو. ۸کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۹”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۱۰”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم. ۱۱زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ۱۲”خو تاسو زما د نوم بې‌حرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بې‌اهميته دے. ۱۳او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ۱۴”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“