د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

پينځم باب

د اولنو مريدانو بلل

۱يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى، ۲نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل. ۳هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو. ۴هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“ ۵شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“ ۶هغوئ داسې وکړل او ډېر کبان يې راونيول او د هغوئ جالونه په شلېدو شول. ۷نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې. ۸کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“ ۹ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو، ۱۰او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“ ۱۱کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.

د يو جذامى پاکول

۱۲يو ځلې هغه په يوه ښاريه کښې وو چې هلته يو سړے وو چې سخت جذام پرې لګېدلے وو. هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ ۱۳عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو. ۱۴عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“ ۱۵خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل. ۱۶او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.

د يو شل سړى روغول

۱۷يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو. ۱۸نو بيا يو څو کسانو يو شل سړے په کټ راوړو. هغوئ کوشش وکړو چې هغه وردننه کړى او د عيسىٰ په مخکښې يې کېږدى. ۱۹خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو. ۲۰کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“ ۲۱نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“ ۲۲خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟ ۲۳آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟ ۲۴خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته.“ هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته وايم چې پاڅه، او بستره دې واخله او کور ته ځه.“ ۲۵او هغه د هغوئ په وړاندې سمدستى پاڅېدو او هغه بستره چې دے پرې پروت وو، يې واخسته او کور ته روان شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ۲۶هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“

د حضرت عيسىٰ متى رابلل

۲۷وروستو چې بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومې يو محصولچى وليدو چې د محصُول په کُرسۍ ناست وو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ۲۸او هغه پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شو. ۲۹بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو. ۳۰فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“ ۳۱عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. ۳۲زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې د ګناهګارو دپاره چې توبه وکړى.“

د روژې په حقله تپوس

۳۳بيا هغوئ عيسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د يحيىٰ مريدان خو روژې نيسى او عبادتونه کوى او دغه شان د فريسيانو مريدان هم، خو ستا مريدان خورى څښى.“ ۳۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کوم وخت چې زلمے د هغوئ سره وى؟ ۳۵خو يو وخت به راشى چې زلمے به د دوئ نه بوتلے شى او دغه وخت به دوئ روژې نيسى.“ ۳۶عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى. ۳۷او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى. ۳۸نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى. ۳۹او هر چا چې زاړۀ مے څښلى وى د نوؤ ميو خواهش به نۀ کوى، ځکه چې هغه وائى چې زاړۀ ښۀ دى.“