د يعقوب رسول خط

اول باب

ايمان او حکمت

۱د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى. ۲اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ۳ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. ۴نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى. ۵خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. ۶خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. ۷داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى. ۸داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.

غريبى او مالدارى

۹نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى، ۱۰خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى. ۱۱څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.

آزمېښت او لمسون

۱۲بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده. ۱۳د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. ۱۴خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى. ۱۵نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى. ۱۶اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ. ۱۷هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى. ۱۸هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.

کلام اورېدل او پرې عمل کول

۱۹اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى. ۲۰ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے. ۲۱نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى. ۲۲خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى. ۲۳ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى. ۲۴او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو. ۲۵خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى. ۲۶کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده. ۲۷د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.