د حضرت حبقُوق نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

د حبقُوق شکايت

۱هغه پېغام چې حبقُوق پېغمبر ته په رويا کښې مِلاو شو. ۲ترڅو به، اے مالِکه خُدايه، زۀ د مدد دپاره چغې وهم، خو تۀ جواب نۀ راکوې؟ زۀ درته د ظلم په حقله چغې وهم، خو تۀ مينځ ته نۀ راځې؟ ۳تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بې‌اِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى. ۴ځکه خو شريعت بې‌اثره دے او اِنصاف هيڅکله نۀ کيږى. بدعمله خلق د صادقانو نه راتاو شى چې اِنصاف تالا والا کړى.

د مالِک خُدائ جواب

۵”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے. ۶زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بې‌رحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى. ۷هغوئ يره او دهشت خورونکى خلق دى، د هغوئ قانون د خپل ځانونو دپاره دے او خپل عزت په خپله زياتوى. ۸د هغوئ آسونه د پړانګانو نه تېز دى، په شپه کښې د ليوۀ نه خطرناک دى. د هغوئ په آسونو سوارۀ فوجيان په تېزۍ سره راروان دى، د هغوئ د آسونو سوارۀ د لرې لرې نه راځى. هغوئ لکه د باز په شان غوټه وهلو له تېز الوځى. ۹هغوئ ټول په ظلم زياتى سره راځى. د هغوئ لښکرې لکه د صحرا د طوفان په شان مخکښې ځى او لکه د شګو په شان قېديان غونډوى. ۱۰هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى. ۱۱بيا به هغوئ لکه د طوفان په شان د ځان سره هر څۀ جارُو کړى او تېر شى. دا ګناهګاران دى، د چا چې خپل طاقت د هغوئ معبود دے.“

د حبقُوق دوېم شکايت

۱۲اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى. ۱۳خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرى پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟ ۱۴تۀ انسانان د سمندر د کبانو په شان جوړوې، لکه څنګه چې د هغوئ سمندرى قبيلې حکمران نۀ لرى. ۱۵بدعمله دشمن هغوئ ټول په کُنډو سره راوباسى، هغوئ په خپل جال کښې رانيسى، هغوئ په خپل راښکوونکى جال کښې راجمع کوى، او بيا هغه خوشحالى کوى او خوشحاله وى. ۱۶په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى. ۱۷آيا هغه مسلسل خپل جال خالى کوى او قومونه په بې‌رحمۍ سره تباه کوى؟