د حضرت عاموس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو. ۲هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“

د بنى اِسرائيلو په ګاونډيانو د مالِک خُدائ عدالت

۳مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى. ۴نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِن‌حدد قلعه ګانې وسوزوى. ۵زۀ به د دمشق دروازې ماتې کړم او د آون د وادۍ بادشاه چې په تخت ناست دے به ووژنم، زۀ به د بيت‌عدن بادشاه تباه کړم. د آرام خلق به د قير مُلک ته جلاوطن شى،“ مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۶مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه، ۷نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى. ۸زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے. ۹مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه. ۱۰نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“ ۱۱مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده. ۱۲نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“ ۱۳مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى. ۱۴نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى. ۱۵د هغوئ بادشاه به خپلو آفسرانو سره يو ځائ جلاوطن شى،“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.