د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول دوېم خط

اول باب

دُعا او سلام

۱د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے، او د دې دپاره چې په عيسىٰ مسيح کښې وعده شوے ژوند خلقو ته ورسوى. ۲زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى. ۳زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم. ۴کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم. ۵ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے. ۶په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے. ۷ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے. ۸نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه. ۹خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى. ۱۰خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو. ۱۱د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم، ۱۲او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے. ۱۳هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه. ۱۴د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده. ۱۵څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول. ۱۶مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو، ۱۷خو کله چې هغه روم ته راغلو نو ډېر په ليوالتيا يې زما لټون وکړو او زۀ يې وموندلم. ۱۸مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.