اول بادشاهان - ١٤ باب
د يربعام د زوئ مرګ ۱په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو. ۲يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم. ۳هغۀ له لس غټې او […]
اول بادشاهان - ١٣ باب
۱د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيتايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربانګاه سره ولاړ وو. ۲د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربانګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربانګاه، اے قربانګاه. مالِک خُدائ داسې […]
اول بادشاهان - ١٢ باب
د شمالى قبيلو بغاوت ۱بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى. ۲کله چې د نباط زوئ يربعام د دې نه خبر شو چې څوک د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، هغه د مِصر نه راواپس شو. ۳د شمالى قبيلو خلقو يربعام راوغوښتو او […]
اول بادشاهان - ١١ باب
د حضرت سليمان د خُدائ پاک تابعدارى نۀ کول ۱او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې. ۲مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې […]
اول بادشاهان - ١٠ باب
د شيبا د مَلِکه سره د حضرت سليمان ملاقات ۱د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى. ۲هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر […]
1 Kings 9
د خُدائ پاک حضرت سليمان ته بيا څرګندېدل ۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل، ۲نو مالِک خُدائ په دوېم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو. ۳مالِک خُدائ هغۀ ته […]
1 Kings 8
د لوظ صندوق د مالِک خُدائ کور ته راوړل کېدل ۱بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى. ۲په اوومه يعنې د ايتانيم مياشت هغوئ ټول د سليمان بادشاه په […]
1 Kings 7
د حضرت سليمان محل ۱سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل. ۲-۳هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس […]
1 Kings 6
د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړول ۱د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو. ۲دننه دا تقريباً […]
1 Kings 5
د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړولو تيارے کول ۱د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل. ۲سليمان حيرام ته دا پېغام ولېږلو، ۳”تا ته پته ده چې […]