Revelation 18

د بابل بربادى ۱د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه. ۲بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو […]

Revelation 17

مشهوره کنجره ۱بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده. ۲د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى […]

Revelation 16

د خُدائ پاک د قهر جامونه ۱بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“ ۲نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور […]

Revelation 15

فرښتې او آخرى اووۀ افتونه ۱بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو. ۲او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور […]

Revelation 14

د يو لاک څلور څلوېښت زره کسانو حمد ۱بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو. ۲او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د […]

Revelation 13

اولنۍ بلا ۱بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو. ۲او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د […]

Revelation 12

ښځه او اژدها ۱نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو. ۲هغه اُميدواره وه او د ماشوم د پېدا کېدو د درد په […]

Revelation 11

دوه ګواهان ۱ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربان‌ګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه. ۲خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے […]

Revelation 10

فرښته او ورکوټے طومار ۱بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې. ۲او د هغې په لاس کښې يو […]

Revelation 9

۱بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې. ۲کله چې هغۀ عالمِ ارواح کولاو کړه نو د هغه لوئې کندې نه د بټۍ په شان لوګے راوختلو او د عالمِ ارواح لوګى نمر […]