زبور - ٧

د حضرت داؤد يو نظم، کوم چې هغۀ د بنيامين قبيلې کوش په حقله مالِک خُدائ ته وئيلے وو د اِنصاف دپاره دُعا ۱اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې، د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى، ۲ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى […]

زبور - ٦

د سرود مشر دپاره: د اتۀ تاره رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور د تکليف په وخت دُعا ۱اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې. ۲رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه. […]

زبور - ٥

د سرود مشر دپاره: د شپيلۍ ساز سره د حضرت داؤد يو زبور د حفاظت دُعا ۱اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه، زما اسويلو ته توجو وکړه. ۲زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه. ۳زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، […]

زبور - ٤

د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور د ماښام دُعا ۱نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره. ۲اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه […]

زبور - ٣

د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې حضرت داؤد د خپل زوئ ابى‌سلوم نه وتښتېدو د مدد دپاره د سحر دُعا ۱اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما. ۲ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“ ۳تۀ خو […]

زبور - ٢

د خُدائ پاک غوره شوے بادشاه ۱قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟ ۲د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول. ۳”راځئ زنځيرونه به مات کړُو، د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“ ۴مالِک خُدائ په هغوئ پورې […]

زبور - ١

رښتينې خوشحالى ۱نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى. ۲خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى. ۳نو […]

ايُوب - ٤٢ باب

د حضرت ايُوب خُدائ پاک له جواب ورکول ۱بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ۲”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے. ۳تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، […]

ايُوب - ٤١ باب

۱سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟ ۲ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟ ۳ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟ ۴دا به تا سره يو […]

ايُوب - ٤٠ باب

۱بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل، ۲”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“ د حضرت ايُوب جواب ۳بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ۴”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ […]